کور / تازه خبرونه / امریکا د حقاني شبکې درې غړي په تور لست کې راوستي

امریکا د حقاني شبکې درې غړي په تور لست کې راوستي

واشنگټن :دبي بي سي دخبرله مخې د امریکا مالیې وزارت د حقاني شبکې یو شمېر مالي چارواکي په نښه کړي دي. دغه وزارت د حقاني شبکې درې مهم غړي هر یو سیدالله جان، یحیی حقاني او محمد عمر ځدراڼ په تور نوملړ کې شامل کړي.نوموړي وزارت له دغو دریو کسانو سره د امریکايي اتباعو راکړه ورکړه غیر قانوني اعلان کړې او د امریکا تر کنترول لاندې سیمو کې یې د هغوی شتمنې کنګل اعلان کړې دهد دغو دریو کسانو له جملې پر محمد عمر ځدراڼ دا تور هم دی، چې له افغان طالبانو سره اړیکي لري.دې سره د حقاني شبکې د هغو چارواکو شمېر، چې د امریکا د بندیزونو په لیست کې شامل دي، ۱۴ تنو ته ورسېد.د حقاني شبکه طالبانو پورې تړلې ده، چې د پاکستان شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې فعالیت کوي او په افغانستان کې پر افغان او ناټو ځواکونو بریدونه کوي