کور / تازه خبرونه / کندهار والي: هر نظامي کس بايد يو نيالګۍ کښېږدي

کندهار والي: هر نظامي کس بايد يو نيالګۍ کښېږدي

کندهار والي نن د همدې ولايت په اوونيزه امنيتي غونډه کي ټولو نظامي مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه، که چيري هر نظامي کس د ښار د سمسورتيا او ښکلا په موخه يو نيالګی کښېږدي، کندهار به ډېر ژر له سمسورو ښارونو څخه ونومول سي.

د نن ورځي د امنيت شورا غونډه چي د کندهار والي ترڅنګ د همدې ولايت ټولو نظامي قومندانانو او مسؤلينو هم پکي ګډون درلود، ټولو د امنيتي حالت د سمېدو له امله خوښي وښوده او کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ټولو نظامي کسانو ته د سپارښتني په توګه وويل، که چيري هر نظامي کس د کندهار د سمسورتيا لپاره يو نيالګی کښېږدي کندهار به ډېر ژر په ډېره لوړه کچه سمسور او ښکلی ښار ونومول سي.

ښاغلي ويسا دغه راز د افغان ملي امنيتي ځواکونو ټولي هغه هڅي چي د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په موخه يې کړي وستايلې او هيله يې وښوده چي د کندهار د خلکو امنيت به نور هم ښه سي ترڅو ماشومان او ځوانان خپلو زده کړو ته مخه کړي او د ژوند ټولي چاري په ښه توګه پر مخ ولاړي سي.

د نن ورځي د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي ټولو امنيتي قومندانانو او مسؤلينو کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي د امنيتي حالت د لا ښه والي په خاطر يې خپل ټول وس او توان نه دی سپمولی او زياتوي چي د وسلوالو مخالفينو د ځپلو په موخه به خپل پلانونه ګړندي اوچټک کړي.

هغوی د رواني اوونۍ د امنيتي حالت د راپور پر مهال زياته کړه چي په ښار او ولسواليو کي يې د وسلوالو طالبانو د شومو اعمالو د مخنيوي په خاطر چاڼيز او تصفيوي عمليات ترسره کړي چي پر مهال يې ١٣٢ کړۍ ماينونه او ١٣ تنه وسلوال طالبان وژلي دي او له هغوی سره يې هم مهاله وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي نيولي دي.

امنيتي مسؤلينو دغه راز وويل چي د نظامي کارکوونکو د تقويې او د هغوی د چلند د لاښه والي په موخه يې روزنيز پروګرامونه په لاره اچولي او ټول هغه عسکر چي مخکي يې د خلکو سره ناسم چلند کاوه تر روزني لاندي نيولي او د ټولنيزو ادابو د مراعتولو امر ورته سوی.