کور / تازه خبرونه / طالبانو يوه ښځه د جاسوسۍ په تور وژلې ده

طالبانو يوه ښځه د جاسوسۍ په تور وژلې ده


پښتونخوا:
رپوټونه وايي چي قبايلي طالبانو په باجوړ كي يوه ښځه د جاسوسۍ په تور داسي وژلې چي د هغې غوږونه او پزه يې هم ځني پرې كړي دي.
ځايي پوليس وايي دغه ښځه يې تر وژني وروسته د سړك پر غاړه په امبارو كي موندلې ده.
ويل كېږي له ښځي سره يو ليك هم پروت و چي پكښي ليكلي وه، دا يې ځكه وژلې چي غير اسلامي كارونه او بهرنيانو ته يې د مجاهدينو جاسوسي يې كوله.
د يادوني وړ ده چي ځايي طالبانو تر دې مخكي هم ځيني كسان بهرنيانو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي.