په ناروې کې يوشمېر مېشتو سياسي ، فرهنګي او علمي شخصيتونو دتېرې جمعې ( 1. 31. 2014) په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې په هېواد کې د سولې ، ورورولی او د قانون او د ډيموکراسۍ د پيلي کولو پخاطر په راتلوونکو ولسمشريزه ټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ننګه او ملاتړ څرګند کړ٠
د غونډې په پيل کې د کابل پوهنتون علمي کدر او د حقوقو د پوهنځي پخواني استاد ښاغلي دين محمد کارواني ، د ملي اردو پخواني افسر ښاغلي ډګروال حاجي محمد اسحاق امانزي ، ډيپلوم انجنير ښاغلي اسماعيل سعيدي ، د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي دعلمي کدر پخواني غړي ښاغلي محمد وارث او ځوان ليکوال ښاغلي اجمل اټک يوسفزی ويناوې وکړې٠
دغو ښاغليو ټينګار وکړ چې د ځينو کوچنيو ملاحظاتو سره سره بيا هم د ډاکتر اشرف غني بريا د ځينو نورو ښاغليو نوماندانو په پرتله کولای شي چې د جنګ ځپلي افغانستان بحران ته د پای ټکی شي او هېواد د زورواکۍ او ټوپک سالارۍ له ګواښه د قانون او عدالت په لورې راکاږي٠
دغو ښاغليو هيله وکړه چې نورې لوې غونډې به هم د عامه پوهاوي په منظور جوړه وي تر څو رايې خپل حقدار ته ورسېږي او هېواد نور د جنګ ، کرکې او بې عدالتۍ له شر نه خلاص شي٠