“امریکا باید بیان کړي چي د افغان سولې پر وړاندي اصلي خنډ څوک دئ؟”
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼوخپل ډېر مطالب د افغانستان او امریکا پر اړیکو او د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو د انتخاباتي مبارزو پرڅرنګوالي لیکلي دي.
ویسا:
ویسا غیردولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر سپنتا له قوله لیکلي؛ چې امریکا باید د افغانستان او پاکستان له مینځه یو د خپل ستراتیژیک همکار په توګه انتخاب کړي.
په دې اړه لیکنه کې راغلي چې، امریکا پوهیږي چې د افغانستان د سولې د خبرو آترو پروړاندې اصلی خنډ څوک دی او باید دا مساله افغانانو او نړیوالو ته بیان کړي.
ویسا په یوه بل مطلب کې د امریکا د دفاع وزیر له قوله لیکلي چې؛ ولسمشر کرزی دې امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.
په دې اړه لیکنه کې د چک هیګل له قوله ویل شوي چې؛ واشنګټن او متحدان یې له امنیتي او دفاعي سند پرته له ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته د خپلو ځواکونو په اړه پریکړه نوره نه شي ځنډولې.
سرنوشت:
سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې هم د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک په اړه له ولسمشر کرزي نه د امریکا د دفاع د وزیر چک هیګل غوښتنه خپره کړې.
د هیګل په حواله ویل شوي چې د دې تړون د لاسلیک کولو ځنډول ممکن نه دي ځکه چې د بودجې اونورو اړتیاوو لپاره د پلانونووخت له یوبل سره په ټکرکې راځي.
سرنوشت په یوه بل مطلب کې د انتخاباتودخپلواک کمیسیون د دارالانشا د رییس له قوله ویلي که د راتلونکوانتخاباتوکاندیدان پرخپلوانتخاباتي کمپاینونوپه قانون کې له ټاکلې اندازې ډیرې پیسې ولګوي قانوني چلند به ورسره وشي.
په دې اړه مطلب کې راغلي چې د جمهوري ریاست هرکاندید د لسو میلیونو افغانیو د لګولو حق لري؛ که چیرې کوم کاندید له دې زیاتې پیسې ولګوي د قانون خلاف کار دی.
محور:
محورغیردولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما وروستیو څرګندونوته اشاره کړې او لیکلي یی دي چې اوباما دا روښانه کړه چې هیڅکله نه غواړي افغانستان یوازې پریږدي.
د سرمقالې لیکوال لیکي د جمهور رییس اوباما دې څرګندونووښوده چې امریکا هیڅکله نه غواړي په افغانستان کې خپلولاس ته راوړنوته ارزښت ورنه کړي.
لیکوال لیکلي، اوس دواړه لوري افغانستان اوامریکا د امنیتی اودفاعي تړون ماهیت درکوي اوکه چیرې دا سند د شرایطوپراساس ومنل شي ګټه یې ډیره ده خوپه دې اړه یې دا هم لیکلي چې که امنیتي اودفاعي تړون نه لاسلیک کیږي نود دواړو خواوو په زیان دی.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د افغانستان اوامریکا د اړیکواوپه دې برخه کې د امنیتی اودفاعي سند موضوع ته ځانګړې کړې.
دې ورځپاڼې لیکلي څومره چې افغانستان را روانو انتخاباتوته اوله دې هیواد نه د بهرنیو ځواکونو وتلوته نږدې کیږي د امریکا اوافغانستان ترمنځ د امنیتي اودفاعي تړون مساله هم مهمه کیږي.
د انیس د سرمقالې لیکوال لیکلي سره له دې چې په دې برخه کې د افغانستان په دننه اوبهرپرولسمشرکرزي فشارونه زیات شوي خو څومره چې دا سند دې هیواد ته ګټه لري نړۍ په تیره امریکا ته هم ډیره ګټه اوارزښت لري.
ملي ارمان:
ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې په افغانستان کې جنګ پای ته نه دی رسیدلی.
په دې اړه لیکنه کې راغلي چې ولسمشر اوباما په خپلې وروستۍ وینا کې وویل چې؛ په افغانستان کې جنګ پای ته رسیدلی خوکه چیرې دې هیواد ته لازم پام ونشي نوالقاعده اوطالبان به د ځینو جاسوسي شبکو په مرسته بیا پیاوړي اونړۍ به یوځل بیا له ګواښونوسره مخامخ کړي.
د ملي آرمان د سرمقالې لیکوال لیکي؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون به هغه وخت اهمیت ولري چې؛ د دواړو هیوادونو ګټې تامینې او تیرې تیروتنې بیا تکرار نشي.