کور / تازه خبرونه / د نيپال پاچا له شاهي ماڼۍ څخه و ايستل سو

د نيپال پاچا له شاهي ماڼۍ څخه و ايستل سو


د نيپال پاچا ګيانندرا د هيواد د پلازمېنې كټمنډو په شاهي ماڼۍ كي خپله وروستۍ شپه تېره كړه او نن يې له شاهي ماڼۍ څخه كډه وكړه.
تېره مياشت د نيپال پارلمان په خپل هيواد كي دوه سوه كلنۍ پاچاهۍ ته د رايو په اكثريت پاى وركړ او له دې وروسته به دغه هيواد د نړۍ په نقشه كي د يوه جمهوري دولت په حيث راڅرګند سي.
د نيپال چارواكي وايي د پاچا ګيانندرا دپاره يې يې له كټمنډو څخه دباندي د ژوند كولو انتظام نيولى دئ.
د نيپال د كورنيو چارو وزير كرشن ستهو وايي له شاهي ماڼۍ څخه د پاچا د ورسره وړل سوو سامانونو ليست به وروسته اعلان كړي.
تر دې مخكي داسي اوازې وې چي د پاچا تاج او لكړه له ماڼۍ څخه د راوتو پر وخت غلا سوي دي، خو د كورنيو چارو وزير وايي د شاهي ماڼۍ ټول مالونه ملي شتمني ده، خو تاج او لكړه به حكومت ورسره وساتي.
ټاكل سوې ده چي د نيپال پاچا ګيانندرا به نن يوې خبري غونډي ته راڅرګند سي.