کراچۍ :د کراچۍ دمنگوپير په سيمه کې ددري بمي چاودنو له امله دعوامي نيشنل گوند شپاړس غړي ټپيان شوي د سېمې د پولیسو مشر چودري اسد رسنيوته ویلي چې د بریدونو موخه په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند يومشر محمدعلي و. په چاودنو کې د محمد علي په ګډون شپاړس کسان ټپيان دي چې په کې د دوو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. د پولیسو مشر په خبره له لومړنیو پلټنو ښودلې چې بریدونه د شخصي دښمنۍ له مخې شوې خو د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي دا برید د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې د دوی پر پلویانو د ترسره کیدونکو بريدونو لړۍ ده