نن سهار ۶ نيمې بجې د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ او ورسره جوخت د اربکيانو پر قرارګاه د مازدا موټر په وسيله ځانمرګی بريد ترسره شو.
طالبانو سمدستي د بريد مسوليت ومنئ ، د ذبيح الله مجاهد په وينا برید کونکی سيف الله ننګرهاری نوميدی .
نوموړی ادعا کوي چي د موټر بم د برید سره سم نورو وسله والو هم په یاد مرکز له بهر خوا برید پيل کړ چي د برید سره سم د قومندانۍ او قرارګاه ودانۍ چې دواړه سره وصل دي تر ډيره نړيدلې ده.
دا چي بريد ډېر وختي وسو ، په اړه يې د سيمي يا مرکز چارواکو لخوا معلومات نه دي ترلاسه سوي.