سرنوشت: د سولي په برخه کي د امریکا تکراریدونکي درواغ
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د ناټو د عمومي منشي وروستیو څرګندونو او په واشنګټن کې د سرتاج عزیز او جان کري خبرو ته ځانګړې کړي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي، چې د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډ نړېوال مالي ملاتړ له خطر سره مخ کړی.
ورځپاڼې په مطلب کې د راسموسن هغې خبرې ته اشاره کړې چې ویلې یې دي، نه پوهیږي چې افغانستان به د نړېوالې ټولنې له مالي ملاتړ پرته څنګه د خپلو څه باندې درې نیم لکو امنیتي ځواکونو لګښتونه برابر کړي.
ویسا د راسموسن په وینا لیکلي، افغان مشران نه باید د امنیتي سند د نه لاسلیک منفي اغیزې له پامه وغورځوي.
سرنوشت ورځپانې هم په خپل لومړي مخ کې د ناټو همدې خبرداري ته اشاره کړې چې ویلې ېې دي، که چیرې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، دغه هېواد ته به د بهرنیو مرستو دوام ګران وي.
ورځپاڼه په مطلب کې لیکي، له امریکا سره د سند نه لاسلیکول به په افغانستان کې د ناټو د حالت په اړه تړون هم تر اغیزې لاندې راولي.
سرنوشت په خپلې سرمقاله کې لیکي، د سولې په برخه کې د امریکا تکراریدونکي دروغ.
ورځپاڼه لیکي، افغان حکومت په وار وار امریکا ته ویلي چې؛ په افغانستان کې د سولې لپاره عملي ګامونه اوچت کړي، خو امریکایي چاروکو په دې اړه ځواب نه دی ورکړی او امریکایان هڅه کوي چې د فشار په وسیله له افغانستان سره امنیتي سند لاسلیک کړي.
هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، پاکستان له امریکا وغوښتل چې له افغانستانه په وتلو کې احتیاط وکړي.
ورځپاڼې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز هغه خبره راخیستې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې ویلي، امریکا باید یقیني کړي چې له افغانستانه یې د عسکرو وتل په سیمه کې کومه خلا نه رامنځ ته کوي.
سرتاج عزیز ویلي، امریکا باید د افغانستان د راتلونکې په اړه پریکړه کې د پاکستان ثبات هم له پامه و نه غورځوي.
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان د ثبات په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې امریکا د افغانستان د سولې اساسي لوری دی.
ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د امریکا او نړېوالې ټولنې لس کلن حضور د سیمې ستونزې پیچلې کړي او نړېواله ټولنه په دې برخه کې د افغانستان فریاد نه اوري.
دنیا ورځپاڼه د خپلې سرمقالې په ترڅ کې لیکي، که امریکا وغواړي په یوه میاشت کې په افغانستان کې سوله راتلی شي.
ورځپانه لیکي، افغانان نورله جنګه په تنګ شوي او له امنیتي سند څخه ورته سوله او امنیت ډیر مهم دی .