کور / تازه خبرونه / چوهدري: پاكستان كي د حق او باطل جنګ دئ

چوهدري: پاكستان كي د حق او باطل جنګ دئ


د پاكستان ليري كړل سوى قاضي افتخارمحمد چوهدري وايي په ملك كي يې د حق او باطل جنګ دئ، او باطل به يې خامخا بايلي.
افتخار چوهدري لانګ مارچ ته چي په پاكستان كي له څو ورځو راهيسي پيل سوى دئ، په ملتان كي د وينا پر وخت وويل، كه څه هم دا لار اوږده ده، خو حتماً به منزل ته رسېږو.
افتخار چوهدري مظاهره چيانو ته وويل چي پاكستاني ولس اوس په خپل خير او شر پوهېدلى دئ چي د قانون په واكمني كي يې خير دئ.
نوموړي د پاكستان له نورو ليرو ځايونو څخه د هغو زرګونو كسانو د ورتګ مننه وكړه چي په دې مظاهره كي د ګډون دپاره ورغلي وه.
له تېرو څو ورځو راهيسي پاكستاني وكيلانو، د سياسي ګوندونو غړو او مدني ټولنو پراخي مظاهرې شروع كړي چي په لړ كي يې نن له ملتان څخه د لاهور پر خوا زرګونه كسان وخوځېدل.
دوى ټول د ليري كړل سويو قاضيانو د بيرته برحاله كېدو غوښتنه كوي.