کور / شعر / هينداره

هينداره

لستوڼي مي رانغښتي، هينداري ته مخامخ ولاړ يم
لاسونه مينځم
دادى يوځل بيا مي هينداري ته وکتل
دا ځل په هينداره کي خپل ځان ته هېښ پاته يم
هيڅ مي زړه ته نه لويږي
لانده لاسونه پر مخ تېرووم، خو هيڅ ګټه نه کوي
يوه لپه اوبه مي مخ ته وپاشلې، بيا يې هم ګټه ونه کړه
د هينداري له مخه د اوبو څاڅکي پاکوم
په هينداره کي خپل ځان ته نور هم ځير يم
زما زړه يې اوس هم نه مني
زه نور د زړه په قول نه کوم
زما زړه لمر نه دى ليدلى
له زړه څخه مي د تېر سويو کلونو حساب ورک دى
زما زړه اوس هم وايي: ( ته ځوان يې !!)
نور مي زړه، د زړه خبره نه مني
دادى زه يې په سترګو يې وينم
دغه دى، هو همدغه يادوم
دا زما د ږيري سپين وېښته دى
زه (سپين وېښته) ته درناوى لرم
دى زما ملګرى سو
د ده نور ملګري هم پر لاري دي
خپلو نوو ملګرو ته ښه راغلاست وايم
د دوى قدم يې، زما پر لېمو
٢٠١٤ – ٠١ – ٢٣ پنجشنبه