کور / هراړخیز / نننۍ لوبه زما په اند

نننۍ لوبه زما په اند

د حشمت شهيدي له پسرلني فورمه دې ګټه واخيستل سي!
زما په اند نننۍ لوبه مو تر هر څه لومړى د عالي بټنګ په زور وګټله. دا د کرکيټ روايت پاته سوى دى چې که په اول اننګز کې ستا په فورم کې بټسمن په کمو بالونو سليزه ووهي، دانه مانه بل دې فيفټي واخلي، ويکټونه هم کم ورکړې او هدف هم تر دوه نيمه سوه واړوې نو ګواکې پنځوس سلنه دې وګټله، ځکه د دې مانا دا ده چې سيالان دې د اوله سره تر څټونو نيولي او بالنګ يې درباندې چلېدلى نه دى په تېره بيا که حريف پاکستان غوندې د مادره و پدره په بالنګ کې تکړه ټيم هم وي.
دويم مو نن فيلډنګ هم خورا پر سُر برابر و، که سکورکارډ ته لږ په ځير وګورو نو له نهو څخه 5 نفره کېچ سوي چې 3 يې يوازې د ويکټ ساتونکي له خوا سټمپ سوي دي. کاميابه سټمپېدنه د ويکټ کيپر د جسمي او فکري غبرګونونو تر منځ د پر وخت توازن پايله ده، ځکه بټسمنان هم عموما چالاک وي او هم له کرښې سره ډېر نژدې نژدې کېږي، نو خط ته د هغوى تر پښې يا هم بټ رسېدلو وړاندې لرګيان الوزول ډېر سخت کار دى.
درېيم علت يې زموږ پر لوبغاړو د سيريز د بايلات يا ګټلو د فشار نشتوالى و. په دې مانا چې دا هر لوبغاړي ته ښه سمه مالومه وه چې اتلولي مو له وخته لا له لاسه وتلې، نو بس يوازې د همدې نننۍ لوبې پر پايله او جريان تمرکز کوه نورې خبرې پرېږده.
څلورم لوبډلې ته د سوينګ بالر-چې ښايي د پيچ يا هم جوي حالاتو مطابق پرېکړه وي-فريداحمد انتخاب و. پاکستاني ځوانانو زموږ له لوبډلې سره د څو مخکنيو لوبو تر کولو وروسته تقريبا د هر هلک قوي او ضعيف رګ ځانته مالوم کړى و، خو دا چې يو دم له يوې خوا له يو بېخې نوي او ناازمايل سوي فاسټ بالر سره مخامخ سول او له بل اړخه يې 250+ هدف چېس کاوه-چې يو پوټنشل فشار يې ګڼلاى سو-نو يې په بشپړه توګه غړي وتښتېدل او آن له لومړي اووره لو په ګډ سو. په دغسې سختو چېسونو کې د کرکيټ دويم روايت دا دى چې که دې اوپنران په اوله پاورپلې-لومړنيو 10 اوورونو-کې يوه بالر ته وبايلل، نو هغه بالر بيا سمه بلا ده چې ستا يو بټسمن به هم په يوه آسانه ځان ترې سيټ نه کړاى سي!
په هر صورت، راځم خپلې لومړۍ او اصلي خبرې ته، هغه په ټولو لوبو کې د شهيدي حوصله من، تاکتيکي او منفرد بټنګ و، دا هلک زموږ په راتلونکو نژدې لوبو کې په دوه دليله په درد خوړل کېداى سي: يو دا چې دى مخکې هم له ملي لوبغاړو سره لوبېدلې او دويم دا چې د جرئت ګراف يې هم ښه لوړ دى، نو که دى او عزت الله دولتزى سره يوځاى او وچلېدل ان شاءالله چې بنګلدېش به ورته ټينګ نسي!