امریکا په افغانستان کي د جنګ د اوږدېدو هڅه کوي”
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د ډېرو نورو مطالبو ترڅنګ له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون او په دې اړه د افغان او بهرنیو چارواکو او څیړونکو نظرونه خپاره کړي.
ویسا:
ویسا غیردولتي ورځپاڼې د بریتانیایې چارواکو هغه خبره را اخیستې؛ چې وایي که امنیتي او دفاعي سند لاسلیک هم نه شي نو دوی به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په دې اړه لیکنه کې د بریتانیایې چارواکو له قوله ویل شوي؛ چې امنیتي او دفاعي تړون د افغانستان لپاره ډېر مهم دی ځکه افغانستان په راتلونکې کې د خپلو سرتیرو د روزنې لپاره نړیوال مالي ملاتړته اړتیا لري.
ویسا په یوه بل مطلب کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پخواني عمومي قومندان “مک کرېسټل” په حواله لیکلي چې؛ افغانستان او امریکا د امنیتي او دفاعي تړون ژر لاسلیک کولو ته اړتیا لري.
مک کرېسټل ویلي چې، امریکایی چارواکي باید د ځینو به باوریو په اړه افغانانو ته وضاحت ورکړي؛ خو دا یې هم څرګنده کړې چې، امنیتي او دفاعي سند به افغانانو ته د دوی دراتلونکي په اړه ډاډورکړي.
سرنوشت:
سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې د څیړونکو له قوله ویلي چې؛ امریکا په افغانستان کې د جګړې د غځولو هڅه کوي.
په دې اړه لیکنه کې ویل شوي چې؛ امریکا په دې کار سره غواړي؛ په سیمه او افغانستان کې خپلې ګټې خوندي او اوږدمهال حضور ته زمینه برابره کړي.
سرنوشت خپله سرمقاله هم “وروستۍ نا امنۍ او د امنیتي او دفاعي تړون برخلیک” ترعنوان لاندې لیکلې.
په سرمقالې کې راغلي په کابل، غوربند او یوشمېر نورو ولایتونو کې وروستیو پېښووښوده چې افغانستان د امریکایي ځواکونو حضورته اړتیا لري.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د افغانستان لپاره د بریتانیې د پراختیایي ادارې د سرپرست هغه خبره را اخیستې؛ چې وایي، دوی به له دې هېواد سره پرخپلو کړیو ژمنو وفادار پاتې شي.
په دې اړه مطلب کې راغلي چې؛ معظم ملک په افغانستان کې د روانو امنیتي حالاتو په اړه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې، د دې هېواد راتلونکی حکومت باید د امنیت، دفساد د مخنیوي او اقتصادي ودې په برخه کې ډېر واضح او عملي پلانونه جوړکړي.
ملي ارمان:
ملي آرمان غیر دوتلي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي؛ کابل د امنیتي او دفاعي تړون په هکله د واشنګټن د پلاوي راتګ ته انتظار دی.
په دې اړه لیکنه کې د کورنیو چارو د وزیر عمر داوودزي وروستیو څرګندونو ته په اشاره راغلي چې؛ افغان چارواکي د امنیتي او دفاعي تړون په اړه بیلابیل نظرونه لري.
لیکوال ویلي چې، د جمهوري ریاست د ارګ په ماڼۍ کې هم له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه ډېر اختلافات موجود دي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله دې مسالې ته ځانګړې کړې چې؛ د امریکا له خوا د افغانستان او پاکستان د ستراتیژیک ګډون دفتر جوړېدو ته څه اړتیا ده.
لیکوال وایي، دا دفتر په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاتي سند پر سرناندرۍ روانې دي.
د لیکوال په باور دا دفتربه پرامریکا شکونه نورهم زیات کړي او په کابل او اسلام آباد کې به د متحده ایالاتو د سفارتونو رول هم تر پوښتنې لاندې راولي.
په دې اړه لیکه کې ویل شوي چې؛ د افغانستان د ملي امنیت شورا سرله اوسه د دې