د کندز ولایت د مدني او کلتوري ټولنو په وړاندیز او د کندز د والي ښاغلي غلام سخي بغلاني د حکم پر اساس د کندز په ښار کې کندز پوهنتون ته څیرمه ستر واټ د استاد محمد صدیق پسرلي په نوم ونومول شو.
د استاد پسرلي په نوم ددغه ستر واټ د نومولو مراسم نن ماسپښین دوه بجې د کندز د والي غلام سخي بغلاني د کندز ولایت د لیکوالو او شاعرانو او قومي مشرانو او نورو دولتي چارواکو په ګډون تر سره کیږي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت هم په پام کې لري په کابل ښار کې یوه مرکزي لیسه د استاد محمد صدیق پسرلي په نوم ونوموي. چې د نومولو مراسم به یې راتلونکې اوونۍ تر سره شي.
دغه راز د غزني ولایت یو شمیر مدني او کلتوري ټولو او مشرانو وړاندیز کړی چې غزني پوهنتون د استاد پسرلي په نوم ونومول شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه