وروستۍ حملې ثابته کړه چي طالبان په کابل کي نفوذ لري”
د کابل چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې په کابل کې د جمعې د شبې د حملې په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي په وزیراکبر خان مینه کې له دې حملې ښکاري چې وسلوال طالبان لا هم کولای شي هرچیرته چې وغواړي ځان ورسوي او هدف په نښه کړي.
ملي ارمان لیکلي له دې حملې دا هم ثابته شوه چې طالبان په کابل ښارکې خپل نفوذ لري او له هغې څخه په استفادې حملې کوي.
په سرمقالې کې راغلي خلک له امنیتي ارګانونو غواړي چې له بل هر وخت نه اوس بیداره او اوسي او پرې نه ږدي چې د جمعې د شپې حمله یو ځلي بیا تکرار شي.
محور:
محور ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې دا حمله په افغانستان کې په اقتصادي سرچینو حمله بللې ده.
ورځپاڼې لیکلي په لبناني رسټورانټ حمله له دوه زرو لسم کال راهیسې په کابل کې د خپل ډول څلورمه حمله ده چې؛ د افغانستان د ګرځندوې او اقتصاد برخه په کې زیانمنه کیږي.
په مطلب کې راغلي په لبناني رسټورانټ حمله ترهرچا ړومبی هغه بهرنیان ویروي چې په هېواد کې پانګونې ته زړه ښه کوي.
د مطلب د لیکوال په باورپه دارنګه حملو کې تر ډیره د ګاونډیو هېوادونو استخاباراتي کړۍ لاس لري او غواړي چې د افغانستان په خلکو کې تشویشونه پیدا کړي.
سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د وسلوالو طالبانو هغه ادعا څیړلې چې ویلي یې دي په لبناني رسټورانټ حمله یې د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو له خوا د اولسو ملکي کسانو د وژل کیدو په غچ کې کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي د طالبانو دا ادعا ځکه کره نه ښکاري چې پر رستورانټ حمله د سیاګرد ولسوالۍ له پیښې څو ورځې ورسته وشوه او په دې کم وخت کې د داسې یوې لویې حملې تنظیمول امکان نه لري.
په سرمقالې کې راغلي چې طالبانو هم په خپلې حملې کې په بشپړه توګه یو ملکي هدف په نښه کړی.
سرنوشت لیکلي د سیاګرد ولسوالۍ بمباري او په لبناني هوټل حمله دواړه په افغانستان کې د روانې جګړې ناوړه څیره ښيي چې د دواړو لوریو له خوا ملکي خلک په نښه کیږي.
انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې یادې حملې ته په اشارې ویلي چې د افغان ځواکونو پیاوړي کیدو ته اړتیا ده.
انیس لیکلي، طالبان هڅه کوي په دا رنګه حملو سره دانتخاباتو په درشل کې د افغان ځواکونو وړیتا چلنج کړي.
په سرمقالې کې راغلي دا چې افغان ځواکونو ته د هیواد د پاتې برخو امنیت هم په سپارل کیدو دی د هیواد د امنیتي ارګانونو پیاوړي کیدو ته لا اړتیا ده.
انیس لیکلي چې د امنیت د انتقال په تیرو څلورو پړاونو کې افغان ځواکونو ښې لاسته راوړنې لرلې دي چې باید وساتل شي.