په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستيال نماينده له کندهار والي سره وکتل
کندهار افغانستان ـ په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت يوناما مرستيال مارک باوډن له کندهار والي سره وکتل.
له ښاغلي باوډن سره په دې سفر کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام UNDP مشر هم ملتيا کول او دلته يې د والي ترڅنګ له يو شمېر نورو رئيسانو سره هم وکتل.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ملل متحد دغه هيئت ته د کندهار ولايت د وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چي دې ولايت په ټولو برخو کي خورا زيات پرمختګونه کړي دي.
نوموړي وويل، چي د ډيرو پرمختګونو سره سره بيا هم د معارف تقويه، ښځو او ځوانانو ته کاري فرصتونه او د تغذيوي پروګرامونو پياوړي کول يې د ادارې لپاره اولويت لري.
ښاغلي ويسا د مرکز لخوا لږه توجه او د پرمختيايي بودجې نه لېږل هغه ستونزي وبللې، چي په ولايتي سطحه يې د کارونو د مخته تګ لپاره مشکلات ايجاد کړي دي.
هغه د کدرونو د روزني په برخه کي وړانديز وکړى، چي يو شمېر اشخاص دي له هيواده بهر د اوږدمهالو او منځ مهالو کورسونو لپاره ولېږل سي ترڅو هيواد يې له تجاربو څخه ګټه پورته کړي.
نوموړي همداراز وړانديز وکړى، چي د کوکنارو کښت د له منځه وړلو لپاره دي د بزګرانو قانوني او روا محصولاتو ته بازار پيدا سي ترڅو هغوى يې د پلورلو اندېښنه ونه لري.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د خاص استازي مرستيال مارک باوډن وويل، چي ملګري ملتونه خپلي بشري مرستي نوري هم زياتوي او تغذيې په برخه کي مشخصاً پر سهيلي ولايتونو باندي ډېر تمرکز کوي.
نوموړي وويل، چي نور مرسته کوونکي هم پر دې ټکي قانع سوي، چي د ماشومانو د تغذيې په برخه کي خپلي مرستي زيات کړي او د روغتيا له سکتور سره مستقيمه مرسته وکړي.
ښاغلي باوډن زياته کړه، چي غواړي د خپلي ادارې په پنځه کلن پلان کي دې برخي ته خاصه توجه وکړي او ښه يې پسې تويه کړي.
کندهار والي د ملګرو ملتونو د پروګرامونو پر غځولو باندي خوښي وښوده، خو وويل چي بايد په دې برخه کي د خلکو عامه پوهاوي ته هم پام وسي او د عامه پوهاوي لپاره کور، مکتب او مسجد له يو بل سره وصل سي ترڅو پيغام په ښه ډول سره ورسول سي.