اسلام اباد: دامريکا غږراډيو د خبر له مخې په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته د نویو کارتونو ویشل به د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې پیل شي او د اپریل د میاشتې په ٣٠مې نیټې به پای ته ورسیږي.د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ( یو ان اچ سي آر) د معلوماتو له مخې داسې اټکل کیږي چې ٢.٧ میلونه افغانان د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې ژوند کوي چې ددې جملې نه ١.٦ میلونه یې د پاکستان د حکومت سره ثبت دي او د افغان سټیزن په نامه کارتونه هم ورته ورکړل شویدي.د دغې اداره یوې ویاندې دنیا اسلم خان وویل چې ” په پاکستان کې میشتو افغانانو ته چې د کارتونو موده یې لا پخوا پای ته رسیدلي، نوي کارتونه ورکول کیږي.”میرمن اسلم خان وویل چې د نویو کارتونو پروسه به د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې په ٣ مې نیټې پیل شي او د همدې کال د اپریل د میاشتې پورې به روانه وي. دیته ضرورت نشته چې د کورنۍ ټول غړي دي د نویو کارتونو د اخیستلو لپاره د ثبت دفتر ته ورشي، بلکه یوازې د کورنۍ مشر به د خپلې کورنۍ ټول کارتونه راټولوي او د نوم د ثبتولو دفتر ته به یې راوړي، بیا به ورته نوي کارتونه ورکړل شي. “میرمن اسلم وایي چې نوي کارتونه به د ٢٠١٥ کال د ډسمبر د میاشتې پورې وخت ولري. هغه ماشومان چې عمرونه یې د پنځو کالونو نه ټیټ و، مخکې مونږ دغه ماشومان د هغوي د والدینو په کارتونو کې ثبت کول خو اوس به ورته نوي کارتونه ورکوو او کوم ماشومان چې نوي پیدا شويدي، هغوي به هم دا ځل ثبت کوو. “د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال د بیلا بیلو دلایلو په خاطر دیته زړه نه ښه کوي چې خپل هیواد ته ستانه شي.