د يوې مېرمنې او د هغې د خاوند کيسه
مشهور تفسيرپوه حضرت امام قرطبي رح په خپل تفسير کې ليکي: يو وخت عيسی بن موسی هاشمي _چې د خليفه ابوجعفر منصور په دربار کې د ځانګړي عزت او مقام څښتن و او له خپلې مېرمنې سره يې بېحده زياته مينه لرله_ يوه شپه _چې د څوارلسمې شپې سپوږمۍ يې پر سر ولاړه وه_ له خپلې ښايستې مېرمنې سره په مجلس بوخت دی.
په دغه وخت کې يې مېرمن دومره ښکلې تر سترګو وايسېده چې نور هر څه ترې هېر شول او ويې ويل: ښځې! ته تر دغې(د څوارلسمې ورځ سپوږمۍ) _چې لوړه پر اسمان ولاړه ده_ ډېره ښکلې ښکارې. هغې وويل: مه کوه سړيه، څه يې کم کړه، دا به مبالغه وي. له سپوږمۍ سره له لويه سره انسان پرتله کېدای نه شي. سړی نور هم جذباتي شو او ويې ويل:
(اَنْتِ طَالِقٌ ثَلاثًا اِنْ لَّمْ تَکُوْنِیْ اَحْسَنَ مِنَ الْقَمَرِ).
يعنې که به ته تر سپوږمۍ زياته ښايسته نه يې، نو پر تا دي درې طلاقه وي.
د دې خبرې په اورېدو سره مېرمن ولاړه شوه او تر پردې شاته ودرېده، ويل: سړيه دا خو زه درباندې طلاقه شوم، دا دې څه وکړل، دا څنګه کېدای شي چې زه دې تر سپوږمۍ ښکلې يم. هغه وګوره ټوله دنيا يې روښانه کړې ده.
د سړي چې خپلې خبرې ته فکر شو، زړه يې ډوب شو، حيران شو چې دا يې څه وويل: ګل غوندې ښکلې مېرمن ورباندې طلاقه شوه، نو مجبور شو او ويې ويل: ته په ټوکو نه پوهېږې، ما کله له زړه ستا د طلاقولو تکل او اراده درلوده.
دا چې مېرمن يې خورا پوهه او ځيرکه ښځه وه، ويې ويل: د رسول الله ص حديث دی چې په طلاق غوندې مهمه پېښه کې ټوکې نه ځايېږي، يعنې شرعاً په دغه باب کې د ټوکو او حقيقت يو حکم دی.
عيسی بن موسی حيران شو. ټوله شپه يې په خورا رنځ او غم تېره کړه. تا به ويل پر سړي د اعدام سزا راوتلې ده. سهار ته يې سترګې وختې چې ژر لاړ شي، د ښار له يو ستر عالم څخه پوښتنه وکړي. ښايي يو حل يې راووځي. سهار وختي د وخت خليفه ابوجعفر منصور په وړاندې حاضر شو او خپله کيسه يې په ډېرې پرېشانۍ او خورا افسوس سره ورته بيان کړه.
منصور پاچا سمدستې د ښار ستر-ستر فقهاء او مفتيان راوغوښتل او د دې مسألې حل يې ترې وپوښت. هغوی ټولو په يوه خوله همدا ځواب ورکړ چې طلاق واقع شوی دی، ځکه په صراحت سره يې طلاق ورکړی دی. دا امکان نه لري چې تر سپوږمۍ دې يو انسان ښکلی او ښايسته وي. خو يو عالم _چې د امام ابوحنيفه رح له زدکوونکو څخه و_ همداسې چوپ ناست و. د منصور پاچا چې کله ورته فکر شو، نو يې ترې وپوښتل: صاحبه! ته ولې په دغه مسأله کې څه نه وايې، آيا ستا هم همدا نظر دی؟
هغه عالم خپله چوپتيا ماتې کړه. اعوذ بالله او بسم الله .. يې وويله او د سورت تين دغه آيت يې تلاوت کړ:
لَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ.
ژباړه: يقيناً چې موږ انسان په ډېر ښکلي صورت سره په وجود راوړی دی.
وروسته يې وفرمايل: اې اميرالمومنين! ته خپله فکر وکړه، الله تعالی د انسان تخليق په (احسن تقويم) سره بيان کړی، نو آيا تر هغه به زيات حسين شی په نړۍ کې شتون ولري؟ نه، هېڅکله نه.
د دې خبرې په اورېدو سره ټول ناست علماء او فقهاء حيران شول. هېچا مخالفت ونه کړ، وروسته منصور پاچا حکم وکړ، ويل له دغه مبارک قرآني ايت څخه په واضحه توګه دا خبره ښکاري چې انسان په حقيقي معنا تر سپوږمۍ ښکلی دی، نو ځکه پر نوموړي مېرمن د طلاق نه واقع کېدو حکم جاري کېږي. (تفسيرقرطبي، لسم جلد،٢٠ پاره)
همدا حقيقت خو حضرت عبدالرحمن بابا هم درک کړی او فرمايلي يې دي:
د لمر مخ چې ستا له مخه نه شرمېږي
ترو دارنګه ولې ژېړ زرغون ښکارېږي
دا سپوږمۍ چې نه يې سر شته، نه يې پښې شته
په کوم حسن به له تا سره سمېږي
سپوږمۍ هم دا هسې تاو خوري ستا له مخه
چې په هره مياشت کې دوه-دوه نيمه کېږي
مخ دې اور خط دې سبزه ده، زه حيران يم
چې سبزه په اور کې څرنګ زرغونېږي