کندهار افغانستان ـ د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د وسلوالو طالبانو پر ضد افغان ځواکونو د راپيل سويو ګډو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کي نن دوه د ځانمرګي واسکټونه او يو شمېر وسلې کشف او تر لاسه کړې.
ياد عمليات چي څو ورځي وړاندي راپيل سوي، په ترڅ کي يې تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په زلخان او دواب سيمو کي دوه د ځانمرګي واسکټونه، ١٣٤کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه، ٤٥٠ متره ثانيه سوز لاينونه او يو شمېر چاودېدونکي توکي چي په يوه پټنځای کي ساتل سوي ول، د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په خورا کشف او تر لاسه سوي دي.