کور / تازه خبرونه / د واورو څخه د سړکونو د پاکوني تړون لاسليک سو

د واورو څخه د سړکونو د پاکوني تړون لاسليک سو

په میدان وردګو ولایت کې د بېلابېلو شرکتونو سره د نږدې یولس میلیونه افغانیو په مالي لګښت له واورو څخه د ۳۳۶ کیلو متره سړک د پاکولو تړونونه لاسلیک شوي.
د ټولګټو چارو وزارت له لورې د لس میلیونه شپږ سوه یو اویا زره نهه سوه
نوي افغانیو په مالي لګښت په میدان وردګو ولایت کې له واورو څخه د درې سوه شپږدېرش کیلو متره سړک د پاکولو تړونونه لاسلیک او له واورو څخه یې د سړک پاکونې چارې پیل کړې .
د معلوماتو له مخې: سربیره پردې به په میدان وردګو ولایت کې د ټولګټو چارو ریاست له لورې هم شپیته کیلومتره سړک د خپلو وسایلو په واسطه له واورو څخه باک شي .
په ورته وخت کې OCHA مرستندویه ادارې په دغه ولایت کې د طبعیي پېښو د رامنځته کیدو پرمهال لس میلیونه امریکایي ډالر بودیجه میدان وردګو ولایت کې د مرستې په موخه ځانګړې کړې ده .
د میدان وردګو ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د پېښو پر وړاندې د چمتوالې په جوړه شوې غونډه کې نوموړی د شرکتونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او څومره ژر،چې کیدلای شي،سړکونه دې د وارو ورېدو پرمهال د ترافیکو پرمخ خلاص ساتي .
ده همدا راز د شرکتونو مسؤلینو ته وویل: که کوم شرکت په ښه توګه خپله دنده اجرا نکړه او له امله یې د دغه ولایت اوسیدونکي له ستونزو سره مخامخ شول،نو د شرکت له مسؤلینو سره به قانوني چلند وکړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د دغه ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ،چې د طبعیي پېښو د رامنځته کېدو پرمهال به له دوی سره په ټاکلې وخت مرستې ترسره شي،ځکه د دولتي ادارو تر څنګ یې د زیات مرستندویه ادارو
سره د خبرو وروسته د چمتوالې لارښوونه کړې .
په جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ادارې په بیړنیو حالاتو کې د روغتیایي کیټونو او امبولانسونو څخه د چمتوالې،د سرې میاشتې ادارې ۸۵ خیمو،۲۰۰۳ تختې کمپلو،۵۷۸ تختې پلاستکي ترپالونو او نورو بېلابېلو ادارو د خپلو مرستو له چمتوالې څخه خبر ورکړ.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په لارښوونه د بیړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالې یاده غونډه وروسته له هغې جوړیږي،چې څو ورځې وړاندې د کابل ـ کندهار په لویه لاره د سیداباد په ولسوالۍ کې د زیاتې واورې او ګړندي تګ له امله یو ۳۰۳ ډوله موټر چپه او له امله یې پنځه څلوېښت تنو ته مرګ ژوبله واوښته.