د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر شپږویشتمه اونیزه غونډه د(۱۳۹۲)د مرغومي میاشتې په اتلسمه نیټه په کتاب ښار کې د میرمن بهیر د غونډو په تا لار کې جوړه شوه .د غونډی میلمنه عزیزه عزیزي او کوثر وه د غونډې منشي مینه ابراهیم خیل وه او د سټیج چارې کاینات سعادت پر مخ وړلې.
د غونډې په پیل کې د افغانستان د نامتو لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلي د روغتیا لپاره چې اوس مهال تر درملنې لاندې دی د عافیت دعا وشوه.
ورپسې د تیرې غونډې رپوټ آغلې مینې ابراهیم خیل ولوست چې د بهیر غړو ورباندې خپل نظرونه څرګند کړل.
د غونډې په لومړۍ برخه کې د ژورنالیزم د کورس د لکچرونو په دوام لیکوال او شاعر علم ګل سحر د رادیویي پروګرامونو د جوړولو په اړه لکچر ورکړ. د رادیویي خپرونو د سکریپت جوړولو په اړه یې په زړه پورې معلومات وړاندې کړل.
دغونډې په بله برخه کې په پام کې وه چې د مریم امرخیل په لنډه کیسه خبرې وشي خو وخت کم و نو د اغلې سحرارمانی په شعر کره کتنه وشوه چې په لاندې ډول وه:
کله به راځي د زړګی سرآشنا
اوسي بل وطن کې مسافر آشنا
ته چې په کې یې نو هر څه ښکلي وي
بی له تاښه نه ښکاری لوګر آشنا
یو څوک دی چې هر څه پری ښه ښکاریږي تل
یو څوک مې دی هم خپل او هم دلبر آشنا
زه آرماني نور څه آرمان نه لرم
کله به را ځي دامن سیوری په نظر آشنا.
ددغه شعر په اړه پاکیزې آرزو، نعیمې غني، کاینات سعادت، مینې ابراهیم خیل او نظیفې نیازۍ خبرې وکړې. دوی د شعر نیمګړتیاوې په ګوته کړې ویې ویل چې په شعر کې انځورونو، تشبیهې او استعارو ته کومه پاملرنه نه ده شوې، شاعرې عادي خبرې نظم کړې دي چې په کار ده پهدې شعر بیا هم کار وشي.
د غونډی دریمه برخه کې مشاعره وشوه چی د میرمن بهیر غړو هرې یوې اوږی امیل، بلقیس محبوبی، دنیا طوطاخیل، کاینات سعادت، مینا نظری، لیمه نیازۍ ، مسعوده نیا زۍ ، نظیفه نیازۍ، پاکیزه آرزو، نعیمه غني، مریم امرخیل، کوثر طوطاخیل، شفیقه خپلواک، مریم اکا خیل، مینې ابراهیم خیل په دی مشاعره کې خپل شعرونه وړاندی کړل، او ځینی شاعرانو د ولایاتو څخه دتلیفون له لاری خپل خواږه شعرونه د بهیر غونډی ته واورول .
د غونډې په جریان کې د پکتیا والو لیکوالو د لنډو کیسو (د ویر غاړې) په نوم کتابونه د میرمن بهیر په غړو وویشل ددی کتاب د کیسو را ټولول د سمیع الله پیوند په زیار سرته رسیدلي استاد علم ګل سحر د دې لنډو کیسو کتاب او لیکوال ستاینه وکړه . او همدا رنګه د مرکزي اسیا د پراختیا ګروپ، دمرکزي قومونو د شورا مشر اجمل ځاځۍ، قاسم احمدزي همت الله سهیم له خوا یو شمیر لپتاپ کمپیوټرونه هم د میرمن بهیر په ځینو غړو وویشل شول د میرمن بهیر ټولو غړو ورڅخه مننه کړه.
د غونډې په پای کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې د مریم امرخیل په لنډه کیسه کره کتنه وشي او د له هغې وروسته د بلې چهارشنبې په ورځ د میرمن بلقیس محبوبي د ادبي خدمتونو نمانځغونډه جوړه شي.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.
د یادونې وړ ده چې د میرمن بهیر اوونیزې غونډې هره چهارشنبه د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پامیر سینما ودانۍ په کتاب ښار کې جوړیږي.