کور / تازه خبرونه / کندهار: درې غله د يو کس د وژولو په تور ونيول سول

کندهار: درې غله د يو کس د وژولو په تور ونيول سول

د کندهار د ملي امنيت رياست منسوبينو د تيري اوونۍ په اوږدو کي د عملياتو پرمهال درې غله، چي په وژنو او نورو سياسي او جنايي پيښو کي يې هم لاس درلودى نيولي دي.
د ملي امنيت منسوبينو دغه عمليات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چي په ترڅ کي يې ياد شمېر کسان چي په کندهار ښار کي يې وسلوالي غلاوي او جنايتونه ترسره کول نيولي.
يادو دريو کسانو د نورو بېلابيلو وسلوالو غلاوو او قتلونو ترڅنګ څه موده مخکي د کندهار ښار د لومړی ناحيې اړوند د غرګي په سيمه کي د يوه کس څخه د موټر او پيسو د غلا پر وخت هغه وژلی او جسد يې د اوومی ناحيې په يوه وياله کي غورځولی و.
دغه وسلوالو غلو د تحقيقاتو په لړ کي په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا يې منلې چي په ښار کي د غلاوو ترڅنګ يې نور جنايتونه هم سرته رسولي دي.