د ایساف ځواکونو سره سیداباد ولسوالۍ د تخریب شوي ودانۍ د بیا جوړولو
تړون لاسلیک شو.
په میدان وردګو ولایت کې د ایساف ځواکونه د نږدې پنځه سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ تخریب شوي ودانۍ ترڅنګ په دغه ولسوالۍ کې د سولې شورا لپاره د خونو جوړولو تړون د دغه ولایت دوالي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره نن (یکشنبه) لاسلیک کړ.
په میدان وردګو ولایت کې د ایساف ځواکونو قوماندان جګړن چین د خپلو خبرو پرمهال وویل: دوی به یادې چازې دوه میاشتې وروسته پیل کړي او د اته میاشتو په موده کې به یې بشپړي کړي .
د ده په وینا دوی د دوه سوو څخه تر پنځه زره امریکایي ډالرو پورې پام کې لري،چې د سیداباد ولسوالۍ ودانۍ په ترمیم کولو او په دغه ولسوالۍ کې د سولې شورا څانګې د فعالولو په موخه دوه عصرې خونې جوړي کړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه تړون د لاسلیک کولو پرمهال وویل ؛ خوښ دی،چې د ایساف ځواکونه په دغه ولایت کې د بیا رغاونې په برخه کې هم له ده سره همکاري کوي.
ده په دغه ولایت کې د ایساف ځواکونو له مسؤلینو غوښتنه وکړه،چې د کار د پیل کېدو سره دې،د ودانۍ د ترمیم کولو له چارو پخپله ښه څارنه وکړي،ترڅو د بیا رغاونې چارې په ښه توګه ترسره شي.