کور / تازه خبرونه / د وسله والو د نيولو او وژلو ادعا وسوه

د وسله والو د نيولو او وژلو ادعا وسوه

په میدان وردګو ولایت کې د دوه طالب قوماندانانو په ګډون اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې سلګونه کیلوګرامه چاودیدونکي توکې هم لمنځه وړل شوي دی.
دمیدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بمبايي،خیرخانه او مداد سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د یو وسله وال طالب قوماندان په ګډون دوه تنه وژل شوي او د یو بل طالب قوماندان په ګډون شپږ نور ټپیان شوي دي،همدا راز د دغه نشتې په ترڅ کې د نورو مهماتو ترڅنګ شاوخوا شپږ سوه کیلوګرامه چاودیدونکې توکې هم کشف او لمنځه وړل شوي دي.
یاده نښته،چې تېره شپه ترسره شوه،په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان نجیب،چې مشهور په زرقاوي دی،له یو بل ملګري سره یو ځای وژل شوی دی،همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان ملا ابراهیم په ګډون شپږ نور ټپیان شوي دي.
امنیتي ځواکونو د دغه نښتې وروسته په سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ
کې دولس بورې چاودیدونکي توکې،چې بنځه سوه اته اتیا کیلوګرامه توکې په کې
ځای پرځای شوي وو،کشف او لمنځه یوړل .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.