دزابل دولایتي روغتون چارواکي وايې چې په تیر کال کې يې د۵۵۰۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده، ددغه روغتون ریس وايې چې دمرکزي دولت لخوا پروخت بودیجه نه رسیدل، دیو شمیرطبي معیناتود وسایلو نه درلودل يې اساسي ستونزي دي او دنوموړي په خبره په تیر کال کې ځلور میرمنو دولادت پرمهال خپل ژوند دلاسه ورکړی دی ، بل لوري ته بیا یوشمیر ناروغان که څه هم دولایتي روغتون څخه خوښ بریښي خو وايې چې ډیری درمل دوی دبازار څخه راوړي
دزابل دولایتي روغتون ریس ډاکټر زلمي ریښتین په یوه ځانګړې مرکه کې طلوع نیوز ته وویل چې په تیر کال کې يې ۵۵۰۰۰زره کسانو درملنه کړې ده چې دهغه جملې څخه يې ۷۵۰۰ کسان په روغتون کې تربستر کولو وروسته په ډاډه ډول درملنه شوې ده.
ښاغلی ریښتین وايې چې په تیرکال کې دبودیجې په وخت نه رارسیدل يې اساسي ستونزه ول او دمرکزي دولت څخه غوښتنه کوي چې بودیجه باید پروخت دغه روغتون ورکړي ځکه دهغه په وینا په یاد روغتون کې داسی ودانی شته چې ځلویښت کاله وړاندي جوړشوي وې او اوس هغه یولړترمیماتو ته اړینه ارړتیا لري .
ریښتین وايې چی په تیرکال کې يې ځلور میرمنو دولادت پرمهال خپل ژوند دلاسه ورکړ ځکه دهغه پروینا چې یادو میرمني روغتون ته پروخت نه وې راوړل شوي .
دروغتون ریس وايي چی بله ستونزه يې يه روغتون کې دمعایناتو دعصري وسایلو نه شتون ده چي دوی مرکزي دولت ته پیشنهاد کړی ولي تردامهاله ندي ورکړل شوي.
دروغتون ریس ریښتین همداراز وايې چې هغه ناروغانو ته په پوره ډول درمل ورکوي چي ددوی سره بستر وي او نور چې دوی ته ابتدایه تداوي دپاره راځی ، .هغه ته هم دعامي روغتیا وزارت دکړنلاري لمخي درمل ورکوي.
بل لوري ته بیا یوشمیر ناروغان دولایتي روغتون دخدماتو څخه خوښ بریښي او شکایت کوي چي دوی ډیروخت درمل دبازار څخه راوړي ، دوی وايي داقتصادي ستونزو لکبله نشي کولای چي په ډاډه ډول خپله تداوي وکړي