د سه شنبی په ورځ )۲۰۱۴-۰۱-۰۷) د افغان محصيلينو ټولنی له طرفه د حسن القران تشويقی پروګرام ،مسابقه ترتيب شوی وه. چې په دغه پروګرام کې د اکوړه خټک د کمپونو مختلفو مدرسو شاګردانو ګډون کړی وه.
پروګرام فيض القران مدرسه کې ترسره شو. چې پکې ګڼ شمير علماوو، حافظانو، محصيلينو، استاذانو، او شاګردانو شرکت کړي وه پروګرام د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شو چې د قرات څخه وروسته د ټولنی ريس محترم محب الله هارون د ټولنی په فعاليتونو او کارګوزاری رڼا واچوله. د ټولنی د ريس د وينا څخه وروسته دحسن القران مسابقی پروګرام شروع شو. چې په دغه مسابقه کې ۲۵ تنو قاری صاحبانو شرکت کړي وه چی د مختلفو مدرسو سره يې تعلق درلوده. په مسابقه د فيض القران مدرسه په لومړی درجه ، تعليم القران مدرسه په دوهمه درجه، او د دارالهداء مدرسه په دريمه درجه راغلی . د حسن القران د مسابقی څخه وروسته د افغان محصيلينو د ټولنی لخوا ټولو شاګردانو او استاذانوته انعامات او جايزي ورکړل شوي.
مشر ميلمه محترم مامور قسيم کړوخيل، محترم ريس محب الله هارون، استاذ رحمت الله رحيمی، مولانا انعام الحق، ډاکتر واکمن حسرت، قاری محمداګل، قاری محمد ولی، قاری سيف الله حقانی، وصال الدين وصال انعامات او جايزي تقسيم کړي.
او د افغانی دود سره سم د افغان محصيلينو ټولنی له طرفه ټولو راغليو ميلمنو ته چای ورکړل شو. چې دعا سره سم ماښام نوموړی پروګرام پای ته ورسيده.