د کندهار ولايت د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي گډونوالو د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د لانورو امنيتي تدابيرو د اتخاذ غوښتنه وکړه.
د شورا رئيس او کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا امنيتي ځواکونو ته هدايت وکړى، چي د ټاکنو له خپلواک کمېسون سره په ګډه د انتخاباتي سايټونو امنيتي حالت بررسي کړي او د ساتني په اړه يې ځانونه ډاډه کړي.
نوموړي زياته کړه، چي د ټاکنو امنيت بايد د يوې ورځي لپاره نه وي، بلکه د انتخاباتو تر ورځي وړاندي او وروسته هم په ټولو ساحو کي د مخالفينو د هر ډول پلانونو او بريدونو مخه ونيوله سي او د رايي ورکوونکو ساتني ته جدي پاملرنه وسي.
هغه د ټاکنو له خپلواک کمېسون څخه هم وغوښتل، چي د خلکو د عامه پوهاوي لپاره لا نور پروګرامونه پلي کړي او د کور، مکتب او مدرسې په يو ځاى کولو سره له همدې ځآيه د ټاکنو په باب خلکو ته پيغامونه ورکړي.
په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمېسون رئيس هم، چي د نن ورځي جلسې ته ورغلى و، د امنيتي ځواکونو له امادګيو او همکاريو څخه خوښي وښوده او يادونه يې وکړه، چي ډېر ژر به د خلکو د پوهاوي سطحي لوړولو او يو شمېر نورو برخو کي د کار په موخه سلګونه مامورين استخدام کړي.
د امنيت شورا د نن ورځي په غونډه کي د اهل هنودو پر ملکيتونو د شخصي مارکېټونو او کورونو د جوړولو په اړه هم بحث وسو او له ټولو ممکنه لارو په استفاده ددغه ډول کارونو د مخنيوي هدايت ورکړل سو.
د شورا رئيس امنيتي ارګانونه مؤظف کړل، چي د هندوانو او سکانو د ملکيتونو د غصب مخنيوى وکړي او هغه اشخاص، چي په دغه ناوړه کار کي لاس لري، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
د کوکنارو د کښت پر ضد مبارزه او د کندهار د لوى محبس د امنيت ساتني لپاره د نورو تدابيرو اتخاذ دوه نور هغه موضوعات ول، چي نن پرې د امنيت شورا په غونډه کي خبري وسوې.
ټولو ګډونوالو ډاډ ورکړى، چي د کندهار په هيڅ نقطه کي به چاته اجازه ورنکړي، چي دغه ناروا بوټى وکري او د بې ګناه خلکو ژوند له ستونزو او مشکلاتو سره مل کړي.