کور / تازه خبرونه / محور: د امریکا نوې ګيله

محور: د امریکا نوې ګيله

محور: د امریکا نوې ګيله

د کابل چاپ ننیو ورځپاڼو له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر د هغو څرګندونو په اړه مطالب خپاره کړي چې؛ وایي په افغانستان کې باید د تروریزم د پیاوړتیا مخه ونیول شي.

ویسا:

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې لیکلي امریکا له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک کولو لپاره نوی ضرب الاجل اعلان کړ.

په دې اړه لیکنه کې د سپینې ماڼې د چارواکو له قوله ویل شوي چې؛ د امنیتي او دفاعي سند په هکله د دوي دریځ دا دی چې که افغان حکومت غواړي چې امریکایي پوځیان په دې هېواد کې پاتې شي نو دا تړون باید په څو اونیو کې لاسلیک شي.

ویسا په یوه بل مطلب کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر سعود الفیصل له قوله لیکلي چې؛ په افغانستان کې باید د تروریزم د بیا پیاوړتیا مخه ونیول شي.

په دې اړه لیکنه کې د ښاغلي الفیصل له قوله ویل شوي چې؛ ټول باید هڅه وکړي چې په افغانستان کې بیا ګډوډي رامنځ ته نه شي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې هم د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر په حواله وایي چې؛ افغانستان په یوه مهم پړاو کې دی ځکه چې د روان میلادي کال په پای کې له دې هېواد نه بهرني ځواکونه وځي.

دې ورځپاڼې په دې اړه مطلب کې د سعود الفیصل له قوله لیکلي چې؛ افغانستان له سترو ننګونو سره مخامخ دی او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید په دې هېواد کې د تروریستانو د بیا منظم کیدو مخه ونیول شي.

ملي ارمان:

ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې هم د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه لیکنه خپره کړې.

دې ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاند جی کارني له قوله لیکلي چې؛ دا تړون باید تر دوو اونیو پورې لاسلیک شي.

ملي ارمان هم په یوه بله لیکنه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیرهغه خبره را اخیستې چې وایي، پاکستان او افغانستان ته په کار دي چې په سیمه کې د تروریزم د مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند پر موضوع لیکنه خپره کړې.

دا ورځپاڼه لیکي، امریکا باید په امنیتي او دفاعي تړون کې د افغانانو ګټې هم په پام کې ونیسي.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي امریکا خبرداری ورکړی که چیرې دا سند لاسلیک نه شي نو د روان میلادي کال په پای کې به خپل ټول سرتیري له افغانستان نه وباسي خو دا یې نه دي ویلي چې د افغانستان د شرطونو منلو ته څومره تیاره ده.

هېواد ورځپاڼې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه د افغان حکومت شرطونه پرځای بللي او وایي چې؛ دا د افغانستان د خلکو غوښتنې دي.

محور:

محور غیر دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د نورو مطالبو ترڅنګ د امریکا نوې ګیله تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړې.

په دې اړه مطلب کې راغلي چې د سپینې ماڼۍ ستراتیژیستان اوس په دې کار کوي چې په څه ډول یوه بله ځیرکه ژر تر ژره لاره پیدا کړي چې د امنیتي او دفاعي سند خبره یو طرفه کړي.

محور لیکي، په دې برخه کې ټول خنډ د افغانستان شرطونه دي چې له ټولو فشارونو او خبرداریو سره سره ولسمشر کرزی نه غواړي چې لاره بدله کړي.