د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر پنځه ویشتمه اونیزه غونډه د (۱۳۹۲) د مرغومي میاشتې په یوولسمه نیټه په کتاب ښارکې د میرمن بهیر د غونډو دمیرمن په تالار کې جو ړه شوه د غونډې سټیج چاری کاینات سعادت سمبالولې او دغونډې منشی مینه ابراهیم خیل وه. دغونډې میلمه (رحیم الله احساس دادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګی فارغ التحصیل)وو. د غونډی په لومړۍ برخه کی د مینا نظری په شعر کره کتنه وشوه چې په لاندې ډول و: زمونږه وران کلي ته چا د نغمو ترنګ راو ړی زمونږه تورو شپوته چا دسهار رنګ راوړی د سپیلنو په څیر به ځان ورنه لوګی لوګی کړم زمونږ کوڅوته چې نن چا د بنګړو شرنګ راوړی چې دې اغزونه یې تصویر د ګلابونو جوړ کړ دومره برلاسی دې قسم چې دی لو نګ راوړی رقیب کافر و زمونږ د کلي یې سپرلی وواژه دا یو ګلاب خو مې جانان ورنه په جنګ راوړی اوس مې پلو پرې غوړولی چې نظریې نکړي ماد رقیب له سترګو ټوله لار په څنګ راوړی. د مینا جانې د شعر په هکله د بهیر هرې یوې غړې خپل نظریات څرګند کړل. نعیمې غي په مننې سره ډیره وهڅوله ویې ویل په دې شعر کې د مینې او انسانیت سمبول دی. او زیاته یې کړه په دې شعر کې د خوشالي زیری ښکاریږي لکه چې دا خوشالې چا ډالۍ راوړې وي. اوږی امیل وویل ډیر ښایسته پیغام یې درلود. پاکیزی آروزو هم د مینا جانې شعر په هکله خپل نظر څر ګند کړ او ویې ویل چې تورو ته یې ډیر ښه تړاو ورکړی وو. د غونډې په دوهمه برخه کې بیا هم د تل په څیر مشاعره وشوه چی په دې مشاعره کې د میر من بهیر غړیو هری یوی بلقیس محبوبی، سودابه ، آریا، دنیا طوطا خیل ، کاینات سعادت مینې ابراهیم خیل، حورې سپیڅلېو نعیمې غنی، اوږی امیل، پاکیزه آرزو، مینا نظری مینه ابراهیم خیل، مریم امر خیل، لیمه نیازی او نظیفه نیازی شعرونه ولوستل او د ولایاتو څخه د تلیفون پر کرښه ځینو نجونو خپل شعرونه واورول . غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده. د یادونې وړ ده چې راتلونکې اونۍ کې به د مریم امر خیل په کیسه کره کتنه وشي او پاکیزه آرزو به پرې لیکلی نقد وړاندې کوي . د میرمن بهیر اوونیزې غونډې هره چهارشنبه د ماسپښین په یوه نیمه بجه د پامیر سینما ودانۍ په کتاب ښار کې جوړیږي.