کور / تازه خبرونه / ځانمرګې بريد کوونکې نيول سوې

ځانمرګې بريد کوونکې نيول سوې

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې يوه ځان وژونکې بريد کوونکې نيولې.
چارواکي وايي چي ياده بريد کوونکې د خپل ورور له خوا دې کار ته هڅول سوې. د دې ولايت د سرحدي پوليسو په حواله چي ، دا نجلۍ ئې د خانشين اولسوالۍ اړوند په يوه سيمه کي نيولې.
دا لومړى ځل نه دئ چي په افغانستان کي د ښځو په وسيله ځانمرګى بريد کېږي بلکي تر دې مخکي په کابل کي د يوې ښځي په وسيله يو ځانمرګى بريد ووسو چي وروسته ئې مسئوليت د اسلامي حزب ډلي پر غاړه واخيست.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.