کور / تازه خبرونه / د يوې ١٥ کسيزي ډلي د نيولو ادعا وسوه

د يوې ١٥ کسيزي ډلي د نيولو ادعا وسوه

کندهار افغانستان ـ تېره اوونۍ د ملي امنيت منسوبینو په کندهار ولایت کي د ځانګړو عملیاتو پر مهال د وسلوالو مخالفینو یوه ۱۵ کسیزه ډله چي مشري یې مولي عبدالرشید کوله نیولې ده.

د ملي امنیت منسوبینو دغه عملیات د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چي پر مهال یې یاده پنځلس کسیزه د وسلوالو مخالفینو ډله د یو شمېر وسلو سره یوځای نیولې ده.
په دې اړه لراوبر ته رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي يادو کسانو په ښار کي غلچکي بريدونه کول او وسله وال فعاليت ئې کوى.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.