چمتو کوونکی: سید محمد نعیم خالد – ۴ جنوری ۲۰۱۴ – کابل
د افغانستان اقتصاد وروسته له څو لسیزو کشمکش څخه د ښه کیدو په حال کی دی. د هیواد اقتصاد د طالبانو د رژیم د نسکوریدو یا د ۲۰۰۱ کال راپدی خوا ډیره فیصدی وده کړی ده چی عاملونه یی د نړیوالو مرستو بهیر، د کرهنیز سکتور ښه کیدل او د خدماتو د سکتور بیا جوړیدنه او تقویه بلل کیږی. د دی پرمختګونو په شتون سره بیا هم افغانستان نهایت غریب، په وچه پوری تړلي او په بهرنیو مرستو باندی تړلی هیواد دی. د افغانستان ډیر نفوس د کور د نشتون، د پاکو اوبو کمبود، برق ته نه لاس رسۍ، روغتیایی خدمتونو ته لاس رسی او د دندو نشتون لویی ستونزی بلل کیږی. جرمونه ، نا امنی، ضعیفه حکومت داری، د تاسیساتو کمبود او د افغان حکومت نه وړ توب د قانون په مساوی ډول پلی کولو سره د هیواد په ټولو برخو کی د اقتصادی ودی مخه نیسی. د افغانستان اوسنی د ژوند شرایط د نړیوالو معیارونو سره ندی برابر او داسی ویل کیږی چی د دنیا په سطح په ټیټه درجه کی قرار لری. نړوالی ټولنی د ۹ کنفرانسونو په ترځ کی د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ د ۶۷ بیلیونو ډالرو څخه ډیره مرسته کړی. د توکیو په کنفرانس کی چی په ۲۰۱۲ کال کی دایر شو د افغان دولت سره د ۱۶ بیلیونه ډالرو مرستی وعده شوی چی په غیر نظامی برخه کی به تر ۲۰۱۵ پوری ورکړل شی. د دی مرستی تر څنګ افغان دولت باید د یو شمیر نورو ستونزو سره مقابله وکړی د بیلګی په ډول د لږو او محدودو دولتی عایداتو ټولول، د دایمی دندو پیدا کول او جوړول، په لوړه کچه فساد، د دولتی چارواکو ټیت ظرفیت او ضعیف عامه تاسیسات شتون تقویه او داسی نور.
په کال ۲۰۱۲ کی داسی تخمین شوی چی په افغانستان د ملی ناخالص عاید کچه یا د خرید قدرت د ۳۴،۲۹ بیلیونه ډالر په کچه وو او د رسمی تبادلی نرخ د ۱۹،۹۱ بیلیونو ډالرو په اندازه تخمین شوی وو. د ته ورته په ۲۰۱۲ کال کی د هیواد د ودی فیصدی ۱۰،۲ سلنه بلل شوی دی. د فی نفر عاید د تخمین له مخی ۱۱۰۰ ډالر د یو کال لپاره تخمین شوی. مګر د بی بی سی خبری پاڼه وایی چی د نړوال بانګ د ۲۰۱۱ کال د تخمین له مخی د افغانانو ملی فی نفر عاید ۴۷۰ امریکایی ډالر بلل شوی دی.
د هیواد ملی ناخالص عاید د ۹۶،۵ سلنی په کچه په کورنی مصرف، ۲۳،۳ سلنه په دولتی مصارفو، ۲۵،۴ سلنه په ثابته پانګونه، ۱۸،۱ سلنه په صادراتو او د ۶۳،۴ سلنی په اندازه واردات د ۲۰۱۱ کال په پای کی تخمین شوی وو.
د هیواد ملی ناخالص عاید ۲۰ سلنه د کرهنی سکتور، ۲۵،۶ سلنه د صنایعو او ۵۴،۴ سلنه په اندازه د خدمتونو د اجرا کولو د برخی څخه په لاس راغلی چی دا تخمین هم په ۲۰۱۱ کال کی ترسره شوی.
هغه کرهنیز محصولات چی ډیره ونډه د اقتصاد په ښه کیدو لرله د تریاکو، غنمو، میوو، مغزبابو، وړیو، د پسه غوښی او د پسه پوست څخه عبارت دی.
د صنایعو په برخه کی د هیواد اقتصاد سره مرسته کوونکی برخی عبارت دی له د خښتو تولید، د ټوکر تولید، د صابون تولید، د مبل تولید، د بوټونو تولید، د کیمیاوی سرو تولید، د خواړیزو محصولاتو تولید، د غیر الکولی محصولاتو تولید، د منرالی اوبو تولید، د سمنټو تولید، د وطنی قالینو او فرشونو تولید، طبیعی ګاز، ذغال او مس دی.
د ۲۰۰۴ کال د تخمین له مخی په افغانستان کی ۱۵ میلیونه بشری قوی موجوده وه. چی په هغه ۷۸،۶ سلنه په کرهنه، ۵،۷ سلنه په صنایعو او د ۲۰۰۹ کال د تخمین له مخی ۱۵،۷ سلنه د خدماتو په برخه کی مصروف دی. د ۲۰۰۸ کال د تخمین له مخی په هیواد کی ۳۵ سلنه اوزګاری ښول شوی ده.
د ۲۰۰۹ د تخمین له مخی په هیواد کی ۳۶ سلنه خلک د فقر د خط لاندی ژوند کوی یعنی د ورځی د یو امریکایی ډالر څخه کم عاید لری یا په بل عبارت نشی کولی د یوی ورځی خواړه لاس ته راوړی.
افغانستان واردات ۲۶ سلنه د پاکستان څخه، ۱۷ سنله د امریکا څخه، ۸ سلنه د روسیی څخه، ۶ سلنه د هند څخه، ۵ سلنه د چین څخه، ۵ سلنه د قزاقستان څخه او ۴ سلنه د جرمنی څخه په کال ۲۰۱۲ کی تخمین شوی دی.
د هیواد عایدات ۲،۲۴۹ بیلیونه ډالر او د ۲۰۱۲ کال د تخمین له مخی د هیواد مصارف ۳،۷۴۹ بیلیونه ډالر ښول شوی دی. چی په دی برخه کی د ۱۱،۳ سلنی په اندازه عایدات د مالیاتو څخه لاس ته راغلی. پدی ډول افغانستان د نړۍ ۲۰۶ هیواد بلل شوی دی.
افغانستان د ۲۰۱۰ کال د تخمین له مخی د ۹۸۶،۱ میلیون کیلوواټو په اندازه بریښنا تولیده کړی ده. چی د ته ورته د ۲،۴۸۹ بیلیونو کیلوواټو په اندازه د بریښنا مصرف درلود. دی هیواد ته د ۱،۵۷۲ بیلیونو کیلوواټونو په اندازه د برق واردات درلودل. چی د نړیوالو طبقه بندی په بنسټ د بریښنا د وارداتو له مخی هیواد په ۵۶ درجه کی قرار لری.
هیواد د ۲۰۱۲ کال د تخمین له مخی د ۱۹۵۰ bbl په اندازه په یوه ورځ کی د خامو پطرولو تولید درلود. چی پدی هیواد کی د ۲۰۱۱ کال د تخمین له مخی ۴۲۲۹ بیرلو په کچه په یوه ورځ کی مصرف درلود.
د تیلیفونونو او ارتباطی اقتصاد په برخه کی پرمختګونه شوی دی چی د ۲۰۱۲ کال د تخمین له مخی په هیواد کی ویل کیږی چی اوس مهال ۱۸ میلیونه افغانان ګرځنده تیلیفون ته لاس رسی لری.
د مطبوعاتو په برخه کی هم ډیر کار شوی د بیلګی په توګه ملی تلویزیون، ملی رادیو، ۱۵۰ شخصی رادیو شتیشنونونه، ۵۰ شخصی تلویزیونی ستیشنونونه او نور نړیوال مطبوعاتی چنلونه شتون لری. البته دا ارقام د ۲۰۰۷ کال څخه اخستل شوی دی.
داسی ویل کیږی چی په کال ۲۰۱۲ کی په هیواد کی ۲۲۳ انترنتی میزبانان موجود دی چی د نړۍ په سطحه په ۱۰۱ درجه کی راځی. او د ۲۰۰۹ کال د تخمین له مخی ویل کیږی چی په افغانستان کی ۱ میلیون خلک انترنت څخه استفاده کوی.
په هیواد کی د ۲۰۱۳ کال د تخمین له مخی ویل کیږی چی ۵۲ هوایی ډګرونو شتون لری او د نړۍ په سطح په ۹۱ درجه کی راځی. چی پدی ټولو کی ۲۳ هوایی ډګرونه پخی د الوتلو لاری لری او ۲۹ یی تر اوسه خامه دی. په ۲۰۱۳ کال کی هیواد ۹ هیلوکوپتری هوایی ډګر لری.
مجموعی سړګ د ۴۲۱۵۰ کیلومترو په اندازه تخمین شوی چی د نړۍ په سطح په ۸۵ درجه کی راځی. چی پدی کی ۱۲۳۵۰ پوخ سړک او ۲۹۸۰۰ خام دی.
مآخذ:
1. د امریکا د استخباراتی سازمان د نړۍ د معلومات اړوند ویب پاڼه (۲ جنوری ۲۰۱۴): https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/geos/af.html
2. صفحه معلوماتی افغانستان آنلاین ( ۲ جنوری ۲۰۱۴): http://www.afghan-web.com/economy/
3. د اندیکس موندی معلوماتی پاڼه (۲ جنوری ۲۰۱۴): http://www.indexmundi.com/afghanistan/economy_profile.html
4. د بی بی سی خبری پاڼه : د افغانستان پروفایل ( ۲ جنوری ۲۰۱۴): http://www.bbc.co.uk/news/world-south-asia-12011353
5. د افغانستان نت وورک معلوماتی پاڼی (۲ فبروری ۲۰۱۴): http://www.afghan-network.net/Culture/facts.html