پرون د چارشنبې په ورځ د جنوري د مياشتې په لومړۍ نېټه د كوټي په مطبوعاتي مركز كې د پښتو ادبي غورځنګ كوټي له لوري د پښتو ژبې د نوموړي فلسفي شاعر، ليكوال، موريخ، انځورګر او سياسي مبارز ارواښاد خان عبدالغني خان د زېږېدنې سل كلن جشن و لمانځل شو.
د دغه جسن په لمانځ غونډه كې له لر او بر وطن څخه راغليو ليكوالانو، شاعرانو، سياسي مشرانو، د قلم خاوندانو او مينه والو برخه اخيستې وه، دغه يوه ورځنۍ غونډه كې چې غرمه مهال پيل او تر ناوخته پوري يې دوام وكړ، په كې د پښتنو ملتپالو ګوندونو ځايي مشرانو هم ګډون كړى وو او خپلې ويناوې يې وكړې.
دغه غونډه چې عبدالستار راهياب د قران كريم په مقدسو اياتونو سره پيل كړه، په كې عين الدين لمبه، يوسف ساحل، ياسرګل ګل او ځينو نورو ملګرو د غني خان او غني خان ته ډالۍ كړي نظمونه هم واورول، چې د غونډې برخه والو په ډېر داد او چكچكو سره بدرګه كول.
څنګه چې لر او بر پښتنو ليكوالو دوه زره څوارلسم كال د غني خان په نوم ياد كړي دى نو په دغه غونډه كې سياسي مشرانو، ليكوالانو او اديبانو د هغه په فن او ژوند باندې رڼا واچوله او يادونه يې وكړه چې په روان كال كې به د ارواښاد غني خان په ياد باندې په بېلابېلو سيمو كې بېلې بېلې غونډې او سيمينارونه جوړېږي.
د خدايي خدمتګار باچاخان زوى او د مشهور سياستوال خان عبدالولي خان ورور غني خان له نن څخه پوره سل كاله وړاندې د خيبرپښتونخوا په چارسده كې زېږېدلى، چې پښتو ژبې او ادب ته يې د ګوتو په شمېر خو د پام وړ كتابونه ډالۍ كړي دي.
د پښتو ادبي غورځنګ پخواني مشر، ليكوال، شاعر او افسانه نګار محمدصادق ژړك د غونډې له پيل كېدو څخه وروسته هر اړخيزه وينا وكړه او د دغې غونډې د جوړېدو د اړتيا په اړه يې په زړه پورې خبرې وكړې، خو له هغه څخه وروسته مشهور ليكوال، كالم نګار او د لنډو كيسو ليكوال فاروق سرور هم له نړۍ وال ادب سره د تړاو په تور د غني خان په اديبانه فن باندې رڼا واچوله او هغه يې په پښتنو كې په شلمه پېړۍ كې يو لوى ليكوال ثابت كړ.
د جلا اسلوب خاوند، د ژورې سياسي مطالعې څشتن، د پښتون رابطه كومېټۍ مشر شمس تمانخېل هم د غني خان د ياد او د هغه د هراړخيز فن په اړه خپله درنه وينا وكړه او ويې ويل چې له غني خان سره په سياسي لاره كې څه تېرى شوى دى، ګنې غني خان به په پښتنو كې د يو ښه سياستوال او مبارز په بڼه هم څرګند شوى واى.
د پښتنو د لوى ملتپال ګوند عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر عبدالله عابد هم له غني خان سره د باچاخان د رويې په اړه په زړه پوري وينا وكړه، چې بېلابېل اړخونه يې وڅېړل، پښتون سياسيت وال او د بلوچستان نيشنل ګوند يو مشر ملك عبدالولي كاكړ هم د غني خان د فن او شخصيت ترڅنګ د پښتنو په يووالي او هغوى ته په ورپېښو ستونځو باند رڼا واچوله او په ځينو سياسي ګوندونو يې دا پړه ورواچوله چې هم پارلماني سياست كوي او هم د پښتنو د يووالي خبره كوي.
د بلوچستان ايالت د اسامبلۍ ايالتي غړي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر بابت لالا هم په دغه غونډې كې وينا وكړه، د غني خان په سياسي او ادبي سفر باندې د رڼا اچولو تر څنګ يې ويل څنګه چې د ليكوالانو او شاعرانو مرسته په كار ده نو زه او زموږ ګوند تيار دى چې له هغوى سره هر ډول مرسته وكړو، څو ژبه او ادب مو د غني كېدو پر لور قدم پورته كړي.
د بلوچستان ايالت پخواني ايالتي وزير ډاكټر عبدالمالك كاسي چې د دغې غونډې مشر مېلمه وو په زړه پوري او عالمانه وينا وكړه او د غني خان د ادب، سياست او فن په بېلابېلو اړخونو يې رڼا واچوله.
څنګه چې دوه زره څوارلسم كال د غني خان په نوم نومول شوى دى نو د غوڼدې په پاى كې د خيبرپښتونخوا له چارسدې څخه راغلي مېلمه معظم جان لالا د دوه زره څوارلسم كال په مهال وېش باندې چې د غني خان په اړه به په كې بېلابېلې غونډې او سيمينارونه كېږي رڼا واچوله.
د سياسي مشرانو د ويناوو ترڅنګ ځينو ليكوالو لكه: څېړونكي، ليكوال او شاعر ډاكټر لياقت تابان، ليكوال، شاعر او ژباړونكي محمدنعيم ازاد، ډاكټر محمداقبال اقبال خټك او ځينو نورو ليكوالو ليكلې مقالې هم واورولې، چې په خپلو ويناوو مقالو كې يې د غني خان په فن، ژوند او سياسي مبارزې باندې ارېدونكيو ته بېلابېلې لارې پر لاس وكړې.
په دغه غونډه كې د پښتو ادبي غورځنګ، كوټي له لوري د غني خان په نوم جايزه د پښتو ژبې يوه وتلي او موړوي شاعر، ليكوال، ناول نګار او فلسفي خداى بخښلي راز محمدراز ته وركړل شوه.
ياده دي وي چې د غني خان د سل كلن چشن په وياړ د پښتو ادبي غورځنګ، كوټي تر څنګ د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور كې هم يوه غونډه شوې ده چې په كې ډېرى شاعرانو، ليكوالانو او مينه والو ګډون كړى وو.