کور / تازه خبرونه / کندهار: په پنجوايي ولسوالۍ کي د عملياتو تر سره کېدل.

کندهار: په پنجوايي ولسوالۍ کي د عملياتو تر سره کېدل.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وائې چي تېره ورځ افغان ملي امنيتي ځواکونو د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍکي د يو راپور په اساس ګڼ شمېر مهمات او وسلې کشف او ترلاسه کړي دي.
ياد مهمات د پنجوايي ولسوالۍ په مشان سيمه کي يو باغ ته څېرمه ځای پر ځای سوي وه چي د پوليسو له خوا په ډېر مهارت کشف او تر لاسه سول.
د مهماتو له جملې څخه ٤ کلاشينکوفونه يو ثقيل، ٣ دوربينونه، ٣ فيره د پيگا مرمۍ، ٤ ميله د هشتاددو ګولۍ او ١٠٠ کيلو ګرامه باروت د ملي او سيمه ييزو پوليسو په ګده همکاري کشف او تر لاسه سوي دي .
له يادو مهماتو سره د تړاو په تور دوه تنه شکمن کسان هم نيول سوي چي اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي.
همدارنګه د يادې ولسوالۍ په تلکان او زنګاباد سيمو کي د سيمه ييزو پوليسو له خوا ٦٤ حلقې ماينونه هم کشف او خنثی سوي دي.