په کندهار کي د مومند په نوم يوه خصوصي روغتون په لمړي ځل د زړه عمليات تر سره او په بريالي ډول پای ته ورسيد .
د عامي روغتيا وزارت د ولايتي اړيکو سلاکار ډاکټر هدايت الله وايې چې دا په کندهار کي لمړنی عمليات دی چې تر سره کيږي .
نوموړی وايې چې دا يوه نوي خبره او نوي لاسته راوړنه ده .
ډاکټر هدايت الله وايې چي د وخت په تيريدو سره کيدای سي دا وړتيا نوره هم پياوړي سي .
نوموړي وويل که چيري په دې برخه کې نور کار هم وسي نو د زړه د ناروغيو ناروغان به له بهره راوګرځول سي او دلته به په خپل هيواد کي دا ډول عملياتونه تر سره کيږي .
د زړه دا عمليات د هغه صراف پر زړه وسو چي د زابل ولايت په مرکز کلات کي د غلو له لوري په زړه کي په چاړو وهل شوی وو