کور / تازه خبرونه / د مدني فعاليتونو د همږغۍ د مرکز غړو د وردګو والي سره وکتل

د مدني فعاليتونو د همږغۍ د مرکز غړو د وردګو والي سره وکتل

د میدان د مدني فعالینو د همغږۍ مرکز یو شمېر غړو د میدان وردګو والي ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل .
د میدان د مدني فعالینو د همغږۍ مرکز یو شمېر غړو د ولایت په مقام کې د دغه ولایت د والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره د لیدنې تر څنګ نوموړی ته د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل .
د دغه مرکز غړو د خپلو خبرو پرمهال وویل: دوی له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د دغه ولایت په مرکز کې خپل فعالیت شروع کړی دی او دغه مرکز چې د څلورو لویو ټولنو څخه جوړ شوی دی،موخه او هدف یې فرهنګي او پوهنیز اړخ پیاوړی کول دی .
د دوی په وینا دوی تر دا مهاله زیات شمېر لویې او وړې غونډي او بېلابېل علمي سمینارونه ترسره کړي،چې په سلګونو ځوانانو په کې برخه اخیستې او له دغه لارې یې ډیر مثبت پیغامونه هېوادوالو ته رسولي دي .
دوی زیاته کړه،جوړ شوی مرکز یې په بشبړ ډول خپلواکه دی او په هیچا پورې تړلی ندی او ټول فعالیتونه به د ولایت مقام سره په همغږۍ ترسره کوي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یاد مرکز غړو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: خوښ دی،چې د ځوانانو ترمنځ یوالی او اتفاق ګوري او په وینا یې هر ډول همکاري به د دغه همغږۍ مرکز له غړو سره وکړي .
نوموړی د دغه مرکز له غړو وغوښتل،چې د خپلو فعالیتونو برمهال همیشه هڅه وکړي،چې مثبت سیاست مخکې یوسي او هغه څه چې د دې هېواد او په ځانګړي ډول
د دغه ولایت په زیان تمامیږي،باید په مخنیوي کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وسي.