ډېر شمېر بندیان په بګرام زندان کي د افغان قوانینو خلاف ساتل کېدل”
د کابل د نن چاپ نږدې ټولو ورځپاڼو د افغان حکومت له خوا د افغانستان د حالاتوپه اړه د امریکا د ملي استخباراتي ادارې د څیړنو د رد اوله بګرام زندان څخه د سلګونو بندیانو د خوشې کېدو په اړه مطالب خپاره کړي.
ویسا:
ویسا غیردولتي ورځپاڼې له آزادۍ راډیو سره د ولسمشر کرزي د ویاید ایمل فیضي هغه خبرې را اخیستې چې؛ وایي، هیڅکله به له بهرنه د طالبانو مهندسي شوی راتګ او هغوی ته د افغانستان د خاورې د یوې برخې د سپارلو اجاره ورنه کړل شي.
دې ورځپاڼې پردې مطلب سربیره له بګرام زندان څخه د شپږ نیم سوو بندیانو د خوشې کېدو په هکله هم لیکنه خپره کړې.
ویسا لیکي، په بګرام کې د تور زندان ترڅنګ یوشمېر نور بندیان شته چې؛ له کره اسنادو او شواهدو پرته ساتل کیږي.
دې ورځپاڼې د بګرام زندان د څیړنو د کمیټې د غړي “عبدالشکور دادرس” له قوله لیکلي چې؛ د قانون پراساس که چیرې د تورن کس دوسیه تر پنځلسو ورځو محکمې ته ونه لیږل شي؛ نو باید آزاد شي.
سرنوشت:
سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې هم له بګرام زندان نه د خوشې شویو کسانو موضوع ته اشاره کړې او لیکي چې، له دوی نه ډیر یې د طالب قومندانانو په تور نیول شوي وو؛ خو په اړه یې هیڅ سند ترلاسه نه شو.
دې ورځپاڼې په دې اړه مطلب کې لیکلي چې؛ په خوشې شویو بندیانو کې داسې کسان هم وو چې؛ نه پوهېدل په کوم تور نیول شوي.
سرنوشت د څیړونکو په حواله په یوه بل مطلب کې لیکلي چې؛ امریکا نه پریږدي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
په دې اړه لیکنه کې راغلي امریکا ویره لري؛ که چیرې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړې؛ نو ښایي چې ځینې مهم رازونه یې افشا شي.
محور:
محورغیردولتي ورځپاڼې د بګرام له زندان نه د خوشې شویو بندیانوپه اړه لیکلي؛ د دې زندان د څیړنې د کمیټې غړي ښاغلي “دادرس د دوی د بندي کولو په اړه خواشیني څرګنده کړې؛ ځکه چې ډېر شمېر یې بې ګناه وو او نه پوهیدل چې ولی بندیان شویدي.
دې ورځپاڼې لیکلي چې؛ دا کسان په بګرام زندان کې د افغانستان د قوانینوخلاف ساتل کیدل او ډېر شمیریې حتی څلور کاله هلته تېر کړي دي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې د ولسمشرکرزي د ویاند له قوله لیکلي؛ افغانستان ته د طالبانو راتګ یوازې د سیاسي پروسې او سولې له لارې امکان لري.
په دې اړه مطلب کې د ایمل فیضي له قوله ویل شوي چې؛ د ځینو امریکایي استخباراتي ادارو له خوا تردې وړاندې هم د افغانستان د وضعیت په اړه ځینې څیړنې خپرې شوي چې؛ وروسته بیا ناسمې ثابتې شوي.
ملي باور:
ملي باور غیردولتي ورځپاڼې سربیره پردې چې په خپل لومړي مخ کې د بګرام له زندان څخه د بندیانود خوشې کولو په اړه لیکنه خپره کړې؛ خپله سرمقاله یې همدې موضوع ته په اشاره په افغانستان کې د امریکایانو سرغړونو ته ځانګړې کړې.
دا ورځپاڼه لیکي لاهم په بګرام زندان کې ځینې بندیان شته چې دوسیې یې نه دي څیړل شوي او په غیرقانوني توګه هلته ساتل کیږي.