کور / تازه خبرونه / د وردګو ولايت لوبو ته دي ځانګړې پاملرنه وسي

د وردګو ولايت لوبو ته دي ځانګړې پاملرنه وسي

المپیک او کرکټ بورډ دې د میدان وردګو ولایت لوبو ته ځانګړي پاملرنه وکړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( سې شنبه) د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل: د نورو برخو ترڅنګ په دغه ولایت کې د لوبو لړیو پرلپسې ترسره کول کولای شي،د دغه ولایت څخه د سولې او امن پیغام خپور کړي.
ده زیاته کړه، څو ورځې وړاندې د بیاسیکل ځغلونې سیالۍ چې د نږدۍ سل تنو ځوانانو ترمنځ د مرکز څخه تر نرخ او له نرخ ولسوالۍ څخه تر مرکز پورې ترسره شوې،مرکزي ادارۍ او نړیوالو ته وښوده،چې میدان وردګ اوس مهال د با امنه ولایتونو په څنګ دی .
د نوموړی په وینا د المپیک ملي کمیټه او کرکټ بورډ باید په دغه برخه کې د دغه ولایت له مسؤلینو سره همکاري وکړي او پخپلو برخو کې دې بېلابېلې سیالۍ ترسره کړي،ترڅو د دغه ولایت څخه د جګړې او نا امنیو پر ځای د سولې او امن پیغامونه خپاره او په دې سره د خلکو په ذهنونو کې هم مثبت تغیر رامنځته شي .
په ورته وخت کې په میدان وردګو ولایت کې د بدني روزنې امر عین الله وایي د المپیک ملي کمیټه د دغه ولایت د لوبو د نورو برخو سربېره د فوټبال لوبډلې سره د مور او میرې چلند کوي .
د ده په وینا د ټول هېواد فوټبال لوبډلې ته د دوی د ښې روزنې او نورو سهولتونو د برابرولو په موخه په لومړیو کې تر یو زرو پنخه سوو امریکایي ډالرو او وروسته بیا دغه لړۍ لوړيږي،خو د میدان وردګو ولایت فوټبال لوبډلې سره هیڅ ډول مرسته نه ترسره کیږي.
دا په داسې حال کې ده،چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې سربیره په نورو بېلابېلو ملي لوبډلو کې د میدان وردګو ولایت لوبغاړي شتون لري.