کور / تازه خبرونه / په قضایي ادارو کي په فساد ککړ کسان له تحقیقاتو پرته برائت اخلي

په قضایي ادارو کي په فساد ککړ کسان له تحقیقاتو پرته برائت اخلي

په قضایي ادارو کي په فساد ککړ کسان له تحقیقاتو پرته برائت اخلي”

کابل چاپ ورځپاڼو نن د خپلو لیکنو ډیره برخه د اداري فساد او په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتیدو ته ځانګړې کړې ده.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په یوه مقاله کې، لیکلي، په قضایي ادارو کې په فساد ککړ کسان له تحقیقاتو پرته برائت اخلي.

دې ورځپاڼې د فوایدې عامې وزیر نجیب الله اوژن هغه خبره څیړلې چې؛ ویلې یې دي، د دې وزارت کارکوونکو چې کوم کسان د رشوت په جرم نیولي، هغه محاکمو بېرته خوشې کړي دي.

ورځپاڼه د فواید عامې د وزیر په حواله لیکي، ځينې زورواکي د خپل زور یا رشوت په وسیله په لویو لارو درانه بارونه انتقالوي چې؛ د سړکونو د ورانېدو لامل کیږي.

محور:

محور ورځپاڼې په خپل یوه څیړنیز راپور کې ویلي چې؛ د حکومت د بې غورۍ له امله د امنیتي ځواکونو یوشمېر معلول افسران ګدایي کوي.

ورځپاڼې د ملي اردو د یوه دوه ویشت کلن سرتیري چې په هلمند کې یې د جګړې پرمهال دواړه پښې له لاسه ورکړي؛ کیسه را اخیستې چې دا مهال ګدایي ته اړ شوی.

د ملي اردو دغه سرتیری د پروان ولایت اوسیدونکی دی او اوس د مصنوعي پښو په وسیله یو یو ګام اخلي او وایي چې، اړ یم چې نور سوال ته لاس اوږد کړم ځکه د کورنۍ د اقتصادي مصارفو له عهدې څخه نشي وتلی.

محور د ملي اردو د یوه بل معلول سرتیري په حواله چې نوم یې نه دي ښودلی لیکي؛ کله چې د ملي اردو کوم افسر ټپي شي؛ په کابل کې یې درملنه کیږي او له درملنې وروسته که د کارکولو وس ونه لري؛ ټول امتیازات یې قطع کیږي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو په اړه ملي ارمان ورځپاڼې په یوه جلا مقاله کې لیکلي چې د تاوتریخولي په وړاندې سکوت مات شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي، په ښځو باندې تاوتریخوالی ډیر بد عواقب لري او د نورو ښځو په روح او روان هم بده اغیزه کوي.

ورځپاڼې په خپله مقاله کې لیکلي، حکومتي چارواکي، سیاسي مخالفین او هنر مندان په خپلو خبرو کې یوازې د جنسي تجاوزونو غندنه کوي؛ خو د مخنیوي لپاره یې لازم کار نه دی کړی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې همدې موضوع ته په اشارې لیکلي چې؛ د افغانستان په جنوب کې پر پنځه کلنې نجلې تیری کوونکی په شل کاله بند محکوم شوی دی.

دغه سزا د زابل ولایت په یوې علني محاکمه کې هغه کس ته واورول شوه چې؛ دوه اونۍ وړاندې یې د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په یوې ماشومې نجلۍ جنسی تیری کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، د تاوتریخوالي ډیرې کمې پیښې دي چې؛ څیړل کیږي، خو د اکثرو په تعقیب کې یې حکومتي چارواکي پاته راغلي.