فراغت غونډه
۱۰۶ تنه دخدمت سول
په کابل کې دښووني او روزني پوهنتون دژبو ادبیاتو پوهنځی پښتو څانگي څخه د ۱۳۹۲ل.ل کال د ۳۰ مې دورې دفراغت غونډه دسلواغې پردوهمه دسهارپر لس نیمو بجو پیل سوه.
په غونډه کي د قرائت او ملي سرود تر اورولو وروسته پیلیزه وینا پوهنوال پښتون اقا شیزاد وړاندي کړه، هغه میلمنو ته ښه راغلاست او دپروگرام په اړه بشپړه مالومات او مننه له هغه چا څخه وکړه، چي په دې پروگرام کي یې مرسته اوکومك کړی وو،ښاغلي شیز اد زیاته کړه: لومړی دتکړه لیکوال شاعر او سیاست پوه محمدیار یارڅخه ډیره مننه کوم، چي زموږ سره یې په دې پروگرام کي پوره پوره همكاري وکړه،اوبیا مننه له هغه چاڅخه کوو، چي ددې پروگرام ټول لگښت یې په غاړه اخیستی دی.
ورپسې یې دکابل ښووني او روزني پوهنتون رئیس پوهندوی امان الله حمیدزي ته بلنه ورکړه:
حمیدزي ټولو هغو ۱۰۶ تنو فارغینو ته مبارکي وویل کوم چي د ژبو ادبیاتو پوهنځی پښتوڅانگي څخه سږکال فارغه سول او دلیسانس ډیگري یې ترلاسه کړه.
حمیدزي دپښتو ژبي پر شحامت،عزت، پت اوخاص ډول ادب باندي وږغیدئ، هغه وویل: پښتو ژبي، پښتون اولس اوپښتو ادب ته کارکول؛نو اوس پرتاسو فرض سول،له هغو خلګوڅخه خو ګیله نه ده پکار، چي په ادب نه پوهیږي اوس، چي تاسي پوه سواست نو مجبوره مکلف یاست، چي دا دنده په ښه توگه سرته ورسوئ.
له حمیدزي وروسته دژبو ادبیاتو پوهنځی پوهنوال جمشید رشیدي پخپله وینا کي زیاته کړه: د ۱۳۸۱ ل کال راوروسته دپیداگوژی انسټیټوت چي دښووني او روزني په پوهنتون ونومل سو، له هغه وخته او له هغه څخه وړاندي یې په پښتو څانگه کې ډير ځوانان نارینه اوښځینه فارغ کړل، دادی داځل ۱۰۶ تنه ټولني ته دخدمت په موخه وړاندي کوي دا ډیر د ویاړ اوخوښی ځای دي، چي په هیواد کي موږ مسلکي ښوونکي ورزو، ترڅو دهیواد بچي مو په ښه توگه وروزي. …
له دې وروسته دپښتو څانګي داستادانو په استازي توب پوهنوال محمد اقا شیزاد ته بلنه ورکړل سوه: ډير دخوښی ځای دي چي دکابل دښووني او روزني پوهنتون د۳۰ مې دورې فراغت غونډه جوړه سوېده، ټولو ته تبریکي دټولو استادانو په استازي توب وایم. موږ داستادانو په حیث دا ادعا کوو، چي موږ خپلو محصلینو ته دوطن دوستۍ اومیني احساس او ښه ذهنیت ورکړیدئ، زه په دې باوري یم چي زموږ ټول فارغ محصلین به په ښه احساس په ښه فکر اوښه پوهي سره د وطن راتلونکی نسل روزي او دوئ به بیا هغو ته دا پوهه او مینه انتقالوي…د ډیرو یادونو خبرو ورسته نوبت دمحصلینو په استازي توب په اوله درجه کي فارغ محصل عبدلاحمد محمدیار یار ته ورسیدئ هغه وویل: کاش چي عبیدالله اکبرزاده او منصور راسره وای خو هغوئ اوس نسته ( عبیدالله اکبرزاده او منصور د ښووني او روزني پوهنتون محصلین وه، کوم چي په هغه پیښه کي چي دپوهنتون مخی ته سوې وه، دواړه شهیدان سول) ولي نسته زه دا پوښتنه کوم ماته ددې جواب راکړئ! رئیس صاحب او ټول استادانو او محصلینو ولي چوپ یاست؟… زه غواړم څو مهمي یادوني نوري وکړم، چي دا ډیري مهمي دي.اول یوه یادونه دپوهنتون ریس ته راجع ده،بله محترمو استادانو ته راجع ده اوبله هم محصلینو ته راجع ده… یار دپوهنتون داستادانو پر درسي میتود اوچیپتر باندي سختي نیوکي وکړې ورسره په څنگ کي ځیني محصلین هم خاصو نقطو ته متوجې کړه، هغه پر رئیس هم یوه نیوکه وکړه چي… د ډیرو یادونو او خبرو وروسته یې ډاکټر حبیبه سورابي د ډاکټر زلمي رسول دویمه مرستیالي ته بلنه ورکړه هغې ډیره خوښي څرگنده کړه ټولو ته تبریکي وویل زیاته یې کړه چي راتلونکی زموږ اوستاسي په لاس کي دئ او…
تر سورابي وروسته عرفان الله احمدزي د ودي بنسټ مرستیال ته وخت ورکول سو هغه وویل: موږ د ودي بسنټ په استازي توب
پښتو څانگي ټولو پښتنو وروڼو خویندو ته مبارکي وایو، دا پروگرام چي تاسي ګورئ ټول د ودي بنسټ په همكارۍ جوړ سویدئ. وده مجله وده فرهنگي بسنټ په کابل کي دڅو فعاله ځوانانو له لوري رامنځته سویدئ، چي تر اوسه یې دوې گڼي مجله څلور لوي غونډي جوړي کړیدي او لا…
تر احمدزي وروسته احمد جاوید عابد چي دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځی محصل دی، یوه په زړه پوري کُمیډي ډرامه په یوازي سر وړاندي کړه، چي دلیدونکي دپام اوخوښۍ وگرځیده.
تر ډرامې وروسته دویمه برخه دستاینلیکو شروع سوه، چي لومړي د ودې بنسټ لخوا څو تنو استادانو او د دریو ټولگیو اول نومره گانو ته ستاینلیکونه ورکول سول. وروسته دپوهنتون له لوري چي کوم ستاینلیکونه چمتو سوي وه، ټولو فارغینو ته ورکول سول وروسته دغرمې ډوډۍ تیاره سول اودعثمان صحاب مسته موسیقي او ټنگ ټکور ترمازیگره دځوانانو اتڼونه روان ساتلي وه.