راتلونکي انتخابات به د سیاسي قدرت د انتقال لپاره مهم وي”
د کابل چاپ ننیوورځپاڼود نورو مسایلو ترڅنګ نن تر ډېره د راتلونکوانتخاباتو او د بریتانیې د لوی درستیز د ورستیو څرګندونوپه اړه مطالب خپاره کړي.
ملي باور:
ملي باورغیردولتي ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رییس ضیاالحق امرخېل له قوله لیکلي چې؛ را روان انتخابات به تاریخ جوړوونکي وي.
د ورځپاڼې په لیکنه له تېرو انتخاباتونه په تجربوسره راتلونکي انتخابات به له کمي او کیفي پلوه ښه او د سیاسي قدرت د انتقال لپاره مهم وي.
سرنوشت:
سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې هم لیکلي چې؛ نهه ملیونه رایې پاڼې چاپ شوي اوکابل ته رسیدلي دي.
دې ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په حواله لیکلي چې؛ په افغانستان کې څوارلس ملیونه رایو پاڼوته اړتیا شته چې؛ له افغانستان نه بهرد ملګروملتونو په مرسته چاپیږي.
سرنوشت د دفاع او کورنیو چارو وزارت د چارواکو په قول لیکلي؛ افغان ځواکونه د ټول هیواد د امنیت ساتنې وړتیا لري.
د دې وزارتونو ویاندویانو د بریتانیې د لوی درستیرڅرګندونې په دې اړه چې افغان ځواکونه د ځینو سیمو د امنیت ساتنې توان نه لري د هغه شخصي خبرې بللي او وایي چې، دا د افغانستان له وضعې سره برابر تحلیل نه دی.
محور:
محور غیردولتي ورځپاڼې “په میرانشا کې د طالب جنګیالیو روزنځایونه” ترعنوان لاندې یو مطلب خپور کړی.
دا ورځپاڼه لیکي د طالبانو امنیه قومندانان، ولسوالان او نور مشران میرانشا ته بلل شوي چې؛ د راتلونکې کال د جنګي تاکتیکونو په اړه روزنه ترلاسه او په تشکیلاتو کې بدلون راولي.
د محورپه لیکنه طالب جنګیالیوته ویل شوي چې په راتلونکې کال کې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وځي اودوی باید په لومړیو درېیو میاشتو کې خپل تسلط ثابت کړي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې هم د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو د ویاندویانو هغه خبره په غټو ټکو کې اخیستې؛ چې وایي، د بریتانیې د لوی درستیز وروستۍ څرګندونې ردوي.
په دې اړه لیکنه کې ویل شوي چې؛ افغان ځواکونه ترپخوا ډیرپیاوړي شوي او له ډیرو هغوځایونونه چې بهرني ځواکونه وتلي افغان ځواکونویې تشه په ښه ډول ډکه کړې او د عملیاتو مشري یې هم په ښه توګه کړې.
هېواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا “شفافو، آزادو، عادلانه او مشروعو انتخاباتو ته دې زمینه مساعده شي” ترسرلیک لاندې خپله سرمقاله خپره کړې.
هېواد ویلي چې، په را روانو انتخاباتوکې باید د هرډول درغلیو اولاس وهنومخه ونیول شي ترڅوانتخابات شفاف اومشروع وي اوخلک له دې سیاسي پروسی نه په بشپړ ډول ملاتړوکړي.
هیواد هم د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله په یوه مطلب کې لیکلي؛ چې طالبان د یوه کلي د نیولو توان هم نه لري نوڅنګه د بریتانیې لوی درستیز وایي چې؛ هغوی به ځینې هغه سیمې ونیسي چې بهرني ځواکونه ترې وځي.
ملي ارمان:
ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې خپل مهم مطلب تردې عنوان لاندې لیکلي چې؛ امریکا خپل وسایط د اوسپنې په بیه پلوري.
په دې اړه لیکنه کې راغلي چې دا وسایط چې د اوسپنې په بیه پلورل کیږي کمه خرابي لري اوپه لږ ترمیم سره یې بیه لوړیږي او ډیره ګټه ورڅخه اخیستل کیدې شي.
دې ورځپاڼې هم د سیاسي څیړونکو په حواله لیکلي چې؛ د بریتانیې لوی درستیز په دې اړه چې د افغانستان له ځینو سیمونه د دوی له وتلو وروسته به هغه سیمې طالبان ونیسي ناسم فکر کوي.
د کابل چاپ د نن ورځې په نږدې ټولو ورځپاڼو کې د لوګر د کانکور آزموینې د نتایجو د لغو کېدوپه اړه لیکنې خپرې شوي.
په دې اړه لیکنو کې راغلي چې؛ ویالې ته د دې پارچواچول ناسم کار دی او باید چې اړونده مسوولین په دې اړه ځواب ووایي.