کور / تازه خبرونه / د ٢١ مليونو افغانيو په لګښت يوه ليسه جوړېږي

د ٢١ مليونو افغانيو په لګښت يوه ليسه جوړېږي

په میدان وردګو ولایت کې د یو ویشت میلیونو افغانیو په مالي لګښت د یوې لیسې او لیلیې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ په زیولاتو سیمه کې په شاوخوا درې جریبه ځمکه کې د نړیوال بانک د یو ویشت میلیونو افغانيو په مالي لګښت د کرنې د لیسې او زده کوونکو لپاره یې د لیلیې د ودانیو د بنسټ ډبره نن ( یکشنبه ) کېښودل شوه .
د دغه ودانیو،چې په درې پوړونو کې چې شپاړس خونې به ولري،د شپاړس میاشتو په موده کې به یې د جوړولو چارې د حسینان ساختماني شرکت له لورې ترسره شي .
د یاد بنسټ ډبرو د کېښودلو په مراسمو کې د میدان وردګو ولایت سرپرست مرستیال، د ولایتي شورا مرستیال،د جلریز ولسوال،د میدان ښار ښاروال او یو شمېر نورو قومي مشرانو او پوهنې ریاست استازو برخه اخیستې وه.
د ميدان وردګو د معاونيت سرپرست او دسکتوري خدمتونو رييس غزني ګل ځاځي پر ولس غږ وکړچې د دغه ډول پروژو په پلي کولو کې پوره مرسته وکړي او زیاته یې کړه،دغه راز نورې پروژې چې ولس ته يې ګټه رسيږي ډېر ژر به نورې هم پيل کړي،خو د نوموړي پر وينا،پلي کول يې د خلکو له همکارۍ پرته ناشونی دی.

د ولايتي شورا مرستيال حاجي محمد حضرت جانان هم له ولس څخه وغوښتل چې د دغې ښوونځي او ليليې په جوړولو کې پوره مرسته او څارنه وکړي او زیاته یې کړه که چيرې ولس له حکومت ملاتړ وکړي لرې نه ده چې په هره سيمه کې د ولس د غوښتنو اړوند هر ډول عام المنفعه پروژې پلي شي.

د یادونې وړده،چې د روان زیږدیز کال په ترڅ کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یولس ښوونځیو د تعمیرونو دکارونو د بشپړېدو ترڅنګ د دوویشت نورو ښوونځیو ودانیو د جوړېدو چارې رواني دي .