کور / تازه خبرونه / د عبدالعلي مستغني اتيايم تلين ولمانځل سو

د عبدالعلي مستغني اتيايم تلين ولمانځل سو

په میدان وردګو ولایت کې د پښتو ژبې د معاصر شاعر او لیکوال عبدالعلي مستغني د اتیایم تلین جوړ سو .

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د پښتو ژبې د معاصر شاعر او لیکوال عبدالغلي مستغني د اتیا یم تلین په یاد نن ( شنبه) غونډه جوړه شوې وه،چې په کې د دغه ولایت د والي سربیره د ولسمشر سلاکار زلمي هېوادمل،د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رئیس عبدالغفور لیوال،د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ورځپاڼو عمومي مسؤل،استاد حبیب الله رفیع او یوشمېر نورو لیکوالو او فرهنګپالو ګډون کړی وو .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې یادونې په اړه د هېواد د جمهور رئیس راستول شوی پېغام ولوست،چې په کې د عبدالعلي مسغني د معاصرو ادبیاتو د بنسټګرو،مبارز او اصلاح کوونکی بلل شوی وو.

په دغه پیغام کې همدا راز د میدان وردګو والي،اطلاعاتو او کلتور رئیس او د دغه ولایت له نورو فرهنګپالو څخه مننه شوې وه،چې د ستر شخصیت عبدالعلي مستغني د اتیایم تلین په یاد یې غونډه جوړه کړه.

همدا راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر پیغام د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس اورنګ مختار ولوست،چې په کې د عبدالعلي مستغني د فرهنګې مبارزې په اړه یادونه شوې وه .

همدا راز دغه یاد غونډې ته د ښاغلي لیوال،استاد رفیع او یو شمېر نورو لیکوالو او شاعرانو د عبدالعلي مستغني د فرهنګي ژوند په اړه لیکې مقالۍ او شعرونه ګډونوالو ته واورول .

عبدالعلي مستغني د ملا رمضان زوی دی،چې په دولس سوه درې پنځوسم لمریز کال کې په کابل کې دې نړۍ ته سترګې غړولي او د کلونو فرهنګي مبارزې وروسته په دیارلس سوه دولسم کال کې د نهه پنځوس کلونو په عمر له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

هغه لومړی شاعر و چې په شعر کې يې ورځیني پېښې ،وییونه او طنزی توکي ځای کړې، د هغه دټولنیزو شعرونه منځ پانګه دآزادي ارمانونه ،د بې سوادي له بلا سره مبارزه، خلک په ټولنیزو پرمختګونو پوهول جوړوي

عبدالعلي مستغني د حبیبې په لیسې کې د ښوونکی دنده لرله اوبیا په سراج الاخبار کې د ادبي برخي مسول او ادیتر سو ،هغه دکابل د ادبي انجمن غړی و.