کور / تازه خبرونه / هنرمندې وينا ملک واده کړى

هنرمندې وينا ملک واده کړى

دوبۍ: دبي بي سي د خبر له مخې په بې پروا تمثيل مشهورې پاکستانۍ هنرمندې وینا ملک په دوبۍ کې له یوه پاکستاني سوداګر سره واده کړی دی.د واده تاييد دې پخپله ټويټر پاڼه کې په يوه پيغام کې کړی دی.وينا ملک له خپل مېړه سره د واده د (ګوتو بدلولو)تصویر پر ټويټر پرليکه کړی ويلي يې دي، چې ما د خپل ژوند ملګری پيدا کړ، چې زما ملګری او دوست دی.د پاکستان له يوه خصوصي تلوېزيوني چينل سره د خبرو پر مهال وينا ملک وويل، د واده مراسم يې د ډسمبر په ۲۵مه په دوبۍ کې ترسره شول.دا وايي د دې مېړه اسد بشير خان نومېږي چې په خبره يې يو کاروباري سړی دی او د دې د پلار د يوه ملګري زوی دی.وينا ملک وايي واده د دواړو کورنيو په خوښه شوی دی.دغه پاکستانۍ هنرمنده وايي دا اوس خپل ځان د نړۍ تر ټولو نېکمرغه نجلۍ بولي.تر دې وړاندې د وينا ملک نوم د پاکستان د کريکټ له يوه لوبغاړي محمد آصف او د هند له يوه هنرمند حشمت پټېل سره يادېده، خو هغه مهال دې ويلي و د واده نيت نه لري.په ۲۰۱۱ کال کې د وينا ملک بربنډ عکسونه يوې هندي مجلې چاپ کړل وينا ملک په هندي فلمونو، تلويزيوني پروګرامونو کې د خپل بې پروا تمثيل او په يوه مجله کې د بربنډو عکسونو له امله په خبرونو کې يادېده.هغه مهال چې په ۲۰۱۱ کال کې د وينا ملک بربنډ عکسونه په یوه هندي مجله کې چاپ شول، دې وويل دغه تصويرونه بیا جوړ شوي او دې نه دي اخيستي.د دغو تصويرونو په يوه کې د وينا ملک پر مټ د آی اس آی انګلسي ټکي هک شوي و، چې دې په پاکستان کې د خلکو سخت غبرګون راوپاراوه.