کور / تازه خبرونه / ١٣٣ پوليس له زده کړو فارغ سول

١٣٣ پوليس له زده کړو فارغ سول

په میدان وردګو ولایت کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه یو سلو درو دېرش
ملي پولیس فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول .
د میدان وردګو ولایت په دشتي ټوپ کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې یو سلو درې دېرش تنه له اته اونیو مسلکي زدکړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول .
د یاد روزنیز مرکز مشر پوهنمل سمنوال جلال الدین رګبار د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: فارغ شوی ملي پولیس د هېواد د بېلابېلو سیمي اوسیدونکی دی او په دندو به هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وګمارل شي .
ده زیاته کړه: دوی ته د مسلکي افغان استادانو له لورې اته اونۍ مسلکي زدکړي ورکړل شوي،چې هر ډول سهولتونه هم ورته د زدکړې پرمهال برابر شوي وو .
دا په داسې حال کې ده،چې اوس مهال هم په دغه روزنیز مرکز کې شاوخوا دوه
زره تنه د ملي پولیسو روزنه ترلاسه کوي،چې د یاد مرکز له جوړېدو تردې دمه د دغه مرکز څخه شاوخوا پنخلس زره افسران او پولیس فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي شوي دي .