لنډه کیسه
د کلا د دروازې درب شو، په انګړ کې په ډډ آواز چیغه وشوه.
ــ وه ښځې! چېرته ورکه یې چې نه ښکارې؟ دلته راشه ژر کوه.
مېرمن ورخطا شوه، خپل وړوکی ماشوم یې په ځمکه کېښود، په بیړه له کوټې ووته، په خپل خاوند یې سترګې ولګېدې، له غصې څخه یې سترګې سرې اوښتې وې، په وارخطایۍ یې ترې وپوښتل:
ــ سړیه! څه خبره ده؟ خیریت خو به وي؟ ولې داسې وارخطا چیغې وهې؟ زړه مې دې د پښو تر تلو تېر کړ، هسې نه چې بیا دې له چا سره…
سړي یې خبره ور پرې کړه.
ــ ستا زړه هم د مرغۍ غوندې دی، اوس ډېرې اوتې بوتې مه راته وایه، دومره وخت نه لرم، ژر کوه هغه ټوپک دې چېرته اېښی؟
مېرمنې يې یو ځل بیا په ځیر او وېره د هغه سترګو ته وکتل ویې ویل:
ــ سړیه لږ ويښ شه، په ټوپک څه کوې؟
سړي له غروره په ډک آواز وویل:
ــ د هرې ورځې جنجال ته مې په وس کې نشته، نن یې ورسره مالوموم، ځمکه به یا ده ته پاتې شي او یا ماته، اوس به مالوم شي چې د ده د ټوپک مرمۍ تېزې دی او که زما.
مېرمنې د دروازې په خوا سترګې واړولې، ویې ویل:
ــ تاسو لکه چې نن بيا په ځمکه شخړه کړې؟
ــ هو نو دومره بې غیرته خو هم نه یم، چې د ده له اخطارونو وډار شم، ژر کوه خبرې نورې مه اوږدوه، هغه به اوس وسله را اخیستې وي او زما انتظار به کوي.
مېرمن په زاریو شوه:
ــ خدای ته وګوره، ماشوم خو هم نه یې، ښه فکر وکړه، چې دا ځمکه د یو بل په وژلو ارزي؟ بیا هغه خو پردی نه دی، د خپل تره زوی دې دی.
د سړي غصه نوره هم زیاته شوه، په تریو تندي یې مخ ور واړاوه، په وېروونکې چيغه يې ورته وویل:
ــ ته اوس ماته نصیحت مه کوه، تاته وایم ټوپک دې چېرته اېښی؟
مېرمن یې په ژړغوني آواز وویل:
ــ زه د وینو تویولو په خاطر چا ته ټوپک نه شم را اخیستلی، او لاره هم نه درکوم چې کوټې ته ننوزې، له همدې سره یې په مخ یوه درنه څپیړه ولګېده، د سړي په مخ د کور لاره خلاصه شوه، د کوټې دروازه یې په درب ووهله، په تلوتلو کې یې وویل:
ــ په خپله يې هم پيداکوی شم، چې یو ځل هغه بې غیرته په خپله جزا ورسوم، بیا به تاته هم یو د عبرت درس درکړم، چې بله ورځ مې په مخکې ونه درېږې.
مېرمن په خپل سر ټیکری را سم کړ، په منډو منډو له کوره ووتله، تر درې څلورو دروازو تېره شوه، د لویې کلا دروازه یې ټېله کړه، خلاصه شوه، په غوښن سړي یې سترګې ولګېدې، وسله یې په غاړه کې وه، ژر ژر یې په جاغور کې مرمۍ اېښودې، د وېرېدلې ښځې په لیدو حیران شو، ځای پر ځای ودرېد.
مېرمن د سړي په مخ کې ودرېده، په ژړا ژړا په زاریو شوه.
ــ د خدای په خاطر، دومره ځمکه نه ده چې په وینو تویولو و ارزي، هغه خو زما خبره ونه منله، هر څومره زارۍ مې چې ورته وکړې، ته خو هوښیار یې، آخر فکر وکړه، ولې مو کورونه په غم اړوئ، آخير مو اولادونو ته لږ فکر وکړئ.
سړی د مېرمنې د خبرو په فکر کې شو، سترګې یې په ځمکه کې خښې کړې او د دې په مخ کې پټه خوله ولاړ و، مېرمن یو ځل بیا په زاریو شوه.
ــ خیر دی زما دې لوڅو پښو ته خو وګوره، پردۍ تور سرې یم، خو ستاسو د وینو تویول نه غواړم، ما ته ستاسو دواړو وینې ډېر ارزښت لری، آخر فکر وکړئ، د دوو وروڼو اولاده يئ.
سړي له ځمکې څخه سترګې را پورته کړې، ورته ویې ویل:
ــ په دې زه هم پوهېږم، غیرت ونیولم، ستا دې خدای پردې وکړي، چې زموږ د خیر په خاطر دې په لوڅو پښو تر دې ځایه زحمت ایستلی، زه خو به ستا خبره ومنم، خو هسې نه چې خاوند دې بیا ووایي، چې دی وډار شو.
مېرمنې د خپل ټیکری په پیڅکه سترګې پاکې کړې، ویې ویل:
ــ خیر یوسې چې زما عذر دې ومانه، له هغه نه بې غمه اوسه، هغه ته به زه ووایم، چې ما پښېمانه کړې، له همدې سره له دروازې ووته او په منډه منډه یې تر خپله کوره ځان ورساوه، دروازه یې خلاصه کړه، یو ځل بیا یې د خاوند چیغې تر غوږ شوې.
ــ څه شوې وه د … لورې! ټوپک خو دې پټ کړی و، خو اوس دې ځان هم را نه پټ کړ، یو ځل خو به مې سترګې در باندې ونه لګي زه به درسره ګورم.
مېرمنې د دهلېز د بام په خوا وکتل، خاوند یې ټوپک په لاس د کلا په دېواله کې یوه سوري ته د ټوپک خوله سیخه کړې وه، په بیړه بام ته ور وخته، په کراره یې خاوند تر مټ را ونیو.
ــ سړیه صبر کوه، اوس به ټول خلک را خبر شي، هغه له ټوکې درته ویلي او ته وسله په لاس په مورچل کې ورته ناست یې؟
سړی له غوصې تور او شین کېده، مخ یې ور واړاوه
ــ ډېرې خبرې مه کوه، هسې مې هم وینې په جوش راغلې، اوس به د هغه په ځای ستا ماغزه باد کړم، دی که دې نر زوی وي لږ سر دې راښکاره کړي چې….
مېرمن یې په خبرو کې ور ولوېده.
ــ زه دروغ نه درته وایم، تا خو زما عذر ونه مانه، د هغوی کره ورغلم، هغه ته مې عذر وکړ، چې دا ځمکه په وینو تویولو نه ارزي، خیر دې یوسي زما یې ومنله، وسله یې ایسته وغورځوله او ویې ویل چې دا ستونزه به په خبرو حل کړو.
سړي د ټوپک له ماشې ګوته لرې کړه، په څنګ یې ور وکتل
ــ ته ریښتيا وایې، د دوی کره ورغلې وې؟ ده همداسې وویل؟
مېرمن یې ټوپک ته لاس ور ووړ، ورته ويې ویل:
ــ که مې دروغ درته ویلي وای نو اوس به دی هم ستا په شان په مورچل کې ناست و، هغه چې وینې تویول نه خوښوي، نو ته خو هوښیار یې، ستا له شان سره خو هېڅ نه ښایي.
سړي له ټوپکه مرمۍ و ایسته، دواړه له بامه ښکته شول، مېرمنې یې ټوپک بېرته د اوړو په کندو کې کېښود.
پای ۲۵-۰۹-۱۳۹۲