د مړي امانت ښخول جايز دي او که نه ؟
د مړي نقلول دوه صورتونه لري د دفن څخه وروسته او د فن څخه مخکې :
اول د دفن څخه وروسته د مړي نقلول :
د دفن څخه وروسته د مړي نقلول جايز نه دي همدارنګه مړی د امانت په شکل خښول په اسلامې شريعت کې هيڅ اصل نه لري ، مګر په هغه صورت کې چې مړي په غصب شوي ځمکه کې دفن وي نو نقل يې جايز دی (و لا يخرج الالحق آدمی کان تکون الارض المضصوبة (کفايت المفتي ج ۴ ص ۲۶ – ردالمختار ج ۲ ص ۲۳۸ ) .
الموسوعة الفقهية ليکي :
ذهب الحنفيّة والشّافعيّة والحنابلة إلى أنّه لا يجوز نقل الميّت من مكان إلى آخر بعد الدّفن مطلقاً . وأفتى بعض المتأخّرين من الحنفيّة بجوازه إلاّ أنّ ابن عابدين ردّه فقال نقلاً عن الفتح : اتّفاق مشايخ الحنفيّة في امرأةٍ دفن ابنها وهي غائبة في غير بلدها فلم تصبر ، وأرادت نقله على أنّه لا يسعها ذلك ، فتجويز بعض المتأخّرين لا يلتفت إليه .
قالت اللجنة الدائمة في هذا الموضوع :
كانت السنَّة العمليَّة في عهد النَّبي صلى الله عليه وسلم وفي عهد أصحابه أن يُدفن الموتى في مقابر البلد الذي ماتوا فيه ، وأن يُدفن الشهداء حيث ماتوا ، ولم يثبت في حديث ولا أثر صحيح أن أحداً من الصحابة نقل إلى غير مقابر البلد الذي مات فيه أو في ضاحيته أو مكان قريب منه .
( د سنتو څخه داسې څرګنديږي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې او صحابو په وخت کې به مړي په هغو مقبرو کې خښيدل کوم ځای کې به چې وفات شوی وو ، شهيدان هلته دفن کيدل چيرې به چې شهيدان شوی وو ، په احاديثو او سنتو کې ددې هيڅ ثبوت نشته چې صحابه کرام دي د يوې هديرې څخه بلې هدېرې ته نقل شوی وي ) .
دوهم د دفن څخه مخکې د مړي نقلول :
د دفن څخه مخکې د څه مصلحت په وجه د مړي نقلول د امام ابوحنفيه او امام مالک په نزد جايز دی .
مصلحت دا چې : د سيلاب د وړلو ويره وي ، د خپل اهل سره خښول ، د اهل د پاره د زيارت نږيدېوالی ، د مسلمانانو په قبرستان کي خښول او يايې وصيت کړی وي خو دا وصيت هم هغه وخت پر ځاى کول دي چې خلکو ته پکې مشقت نوي