واشنګټن: دبي بي سي دخبر له مخې د امریکا پوځ د ۲۰۱۴ کال لپاره د خپلې بودیجې په تړاو ویلي، که چېرې اسلام اباد د ناټو اکمالاتي توکو وتلو ته د تورخم لارې بېرته پرانیستلو کې پاتې راشي، نو د ترهګرۍ پرضد امریکايي مرسته به پر اسلام اباد ودرول شي. د امریکا د دفاع وزارت د قانون د یوې مصوبې له مخې پاکستان ته د ۲۰۱۴ کال د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره مرسته کموي دغه قانون د مشرانو جرګې له لوري تاییدېدونکی دی.که چېرې دغه قانون تصویب شي، شاید د ختمېدونکي ۲۰۱۳ کال پرتله واشنګټن اسلام اباد ته د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره خپله مرسته کمه کړي.په نوي قانون کې دا هم راغلي، تر هغو چې له افغانستانه د پاکستان له لارې دفاع وزارت ته د امریکا د پوځي اکمالاتو د پوره ستنېدو ډاډ نه وي ورکړل شوی، دغه مرستې به ځنډېدلې پاتې وي.د تېرې پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر چک هېګل خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان له چارواکو سره د تورخم د لارې پرانیستلو پر سر لاهم خبرې روانې دي.نواز شریف او چک هېګل تېره میاشت د امریکا دفاع وزیر پاکستان ته د سفر پرمهال نواز شریف ته د تورخم لارې تړل کېدو په اړه اندېښنه وښووله.هغه دا هم ویلي، د هوا له لارې د امریکايي اکمالاتو بېرته ستنېدل ممکن دي، خو په وینا یې ډېر ګران تمامېږي.پوځي کارپوهان وايي، که چېرې د تورخم اکمالاتي لاره بنده پاتې شي، د امریکا پوځي توکو پر ستنېدو به تر یو میلیارد ډېر ډالر لګښت راشي. د پاکستان لپاره د امریکا پوځي بودیجه کې ځينې شرطونه هم اېښودل شوي.د امریکا دفاع وزیر کانګرس ته دا ویل هم غواړي، چې دغه مرسته پاکستان کې د القاعدې، د تحریک طالبان پاکستان، حقاني شبکې او د طالبانو د کوټې شورا د سخت دریځو ځپلو په شرط اسلام اباد ته ورکول کېږي.کارنده ګامونه د امریکا دفاع وزیر له پاکستانه دا غوښتنه هم لري، چې د افغانستان پر پوله پر امریکايي پوځیانو یا د افغانستان پر پوځ د اورپکو د بریدونو مخنیوي لپاره کارنده ګامونه واخلي. تېره میاشت پاکستان ته د امریکا دفاع وزیر د خپل سفر په لړ کې لومړي وزیر نواز شریف ته ویلي وو، که چېرې خیبر پښتونخوا کې د ناټو اکمالاتي بنده پاتې شي، د پاکستان لپاره د کانګرس له لوري تاییدېدونکې مرسته شاید وځنډول شي. خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ناټو اکمالاتي لاره تر یو لړ مظاهرو وروسته وتړله. د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ کې د امریکا بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو وروسته مظاهرې وکړې او افغانستان ته د ناټو اکمالاتي توکو هغه لار وتړله، چې زیاتره اکمالات یې له همدې لارې کېږي.د خیبر پښتونخوا لارې تړل کېدو تر ډېره د امریکا هغو پوځي اکمالاتو ستنولو ته ستونزې جوړې کړې، چې له افغانستانه یې په تدریجي ډول وباسي. د مهال وېش له مخې، افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۴ کال ترپایه ختمېدونکی دی.