دغه ټکی د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( پنجشنبه) د دغه ولایت بېلابېلو ادارو مسؤلینو ته په هغه غونډه کې وکړ،چې د تېر زیږدیز کال د ارزیابۍ په موخه جوړه شوې وه .
نوموړی وویل: په تېر زیږدیز کال کې مو د فساد پر ضد مبارزه،د دوه لویو لارو امنیت تامین کول،اقتصادي پروګرام پلی کول، له یو شمېر زور واکو څخه د مالیې راټولول،د مرکز میدان ښار ژوندی کول،خپل منځي شخړې لمنځه وړل او
د دوو سو لسو په شاوخوا کې د پروژو پلي کول هغه څه دي،چې میدان وردګو ولایت کې د نورو کلونو پر تله له لاسته راوړنو ډک کال بللی شو .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي وویل: د کابل ـ کندهار لویه لاره،چې وخت پر وخت به پرې تخریبي اعمال ترسره کیدل،اکمالاتي کاروانونو موټر به سوزول کیدل،چې له تېرو څلور میاشتو راهیسې په دې بریالي شوي
یو،چې د دغه ستونزو مخنیوی په بشپړ ډول وشي .
د هغه په وینا په تېر کال کې د فساد پر ضد مبارزه هم په بریالي ډول ترسره کړې،چې په ترڅ کې د نظامي او ملکي ادارو د منسوبینو او کارکوونکو په ګډون تر پنځه ویشتو پورې په فساد کې ښکیل کسان نیولي،چې اوس مهال د مرکز او
ولایت په بندن خونو کې د بند شپې تېروي.
نوموړی زیاتوي یو شمیر زورواکانو چې له تېرو لسو کلونو راهیسې خپلې مالیې مستوفیت ته نه وې ورکړې،په میلیونونو افغانۍ مالیې ترې د روان کال په ترڅ کې راټوله او د دغه ولایت مستوفیت ته تسلیم شوې ده.
د میدان وردګو والي وایي : په روان زېږدیز کال کې د نږدې زر پروژو چې زیات شمېر یې پلې او یو شمېر یې تر کار لاندې دي،ترڅنګ یې نور ځانګړې اقتصادي پروګرامونه هم د دغه ولایت لپاره پلي کړي.
نوموړی زیاتوي په دغه ولایت کې د صنعي پارک منظور کیدل،د سړو خونو جوړېدل،د مېوې،مال او سبزیجاتو لپاره د منډیې د مارکیټونو د منظورې چارې ترسره کول د دغه ولایت لپاره د مهمو اقتصادي پلانونو څخه دی .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی وایي تر ټولو مهمه داده،چې په دغه ولایت کې د پوهتنون د جوړولو پر سر د قومونو اختلاف لمنځه وړل او د پوهنتون د منظورېدو چارې یې بشپړي کړي او ژر به د دغه ولایت اوسیدونکي
د پوهنتون د جوړېدو شاهدان ووسي .
هغه زیاتوي: د روان کال په ترڅ کې هغه ځمکې چې د خلکو له لورې اخیستلې شوې وې او کار پرې نه ترسره کېدو،پر ځمکو د ودانیو د جوړولو چارې پیل چې دا مهال اتیا فیصده ترسره شوي،چې په ترڅ کې میدان ښار له مړ ښار څخه په
ژوندي ښار د بدلیدو په حال کې دی .
د هزاره ـ کوچیانو تر منځ د اختلافاتو لمنځه وړل او د روان کال په ترڅ کې د کومې لویې پېښې نه رامنځته کېدل د میدان وردګو والي له بلې لاسته راوړنو څخه بولي .
ده زیاتوي،موټر سایکلونه چې وسله والو طالبانو به ترې د ماینونو په خښولو او نورو ګڼ شمیر تخریبي اعمالو په ترسره کولو کې ګټه اخیسته،بندېدل هم هغه څه دي،چې د وسله والو مخالفینو د تخریبي اعمالو د ترسره کولو مخنیوی
کړی.