طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى، چي د ننګرهار په سرحدي ښار تورخم کي ئې د باندنيانو پر يوه استوګنځاى ډليز بريد کړى او هغوى ته ئې درنه مرګ ژوبله اړولې.
طالبان ليکي چي بريد د دوى درو ملګرو نن سهار پر پنځه بجې کړى او تر نهو بجو پورى ئې دوام کړى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله نه تر اوسه باندنيانو او نه هم افغان حکومت څه ويلي دي.